هند کې د تازه هوا پلورلو هټۍ جوړې شوې

د هندوستان د پلازمېنې نوي ډېلي هوا دومره ککړه شوې چې د پاکې هوا یا اکسیجن خرڅولو هټۍ پکې جوړه شوې دي.
دغه د "اکسېجن هټۍ" ککړې هوا ځپلي ډېلي ښار کې، خلکو ته د پاکې هوا ژمنه ور کوي او د ۳۰۰ هندۍ کلدارو په بدل کې ۱۵ دقیقې اکسیجن پلوري.
د هټۍ یا بار خاوند اریاویر وايي، په ډېلي کې د هوا د ککړتیا کچه ډېره لوړه شوې او دوکان یې مشتریانو ته له ناپاکې هوا یوه دمه ورکوي:
" که تاسو د ۱۵ دقیقو لپاره تازه اکسېجن تنفوس کړئ، دا ستاسو له بدن سره مرسته کوي چې له زهرجنې ناپاکې هوا پاک شي."
یوه مشترۍ شیواني چوپرا- چې دلته د تازه سا اخیستلو لپاره راغلې- وايي: "د هوا د ډېرې ککړتیا له کبله مې ستونی بند بند کېده، زړه مې تنګ و او بدن کې مې شخوالی احساساوه، بیا مې د کاکا لور د دغه بار مشوره راکړه چې تازه اکسېجن به مې طبیعت راسم کړي."
د اکسیجن هټۍ یو بل مشتري پریم جاین یې بیا په اړه وايي، " زه روغ رمټ وم خو د باندې ککړې هوا په اړه لږ اندېښمن وم، دوی ۳۰۰ روپۍ اخلي او زما په نظر دا ډېرې زیاتې دي، ځکه هر څوک یې د پرې کولو وس نه لري. دویم دا چې د دې اغېز څرګند نه دی چې تاسو څومره اکسیجن واخیست."
ډاکټران څه وايي؟

خو د دې هټیو او تازه هوا یا اکسېجن د اغېز په اړه ډاکټران شکمن دي.
ډاکټر اشیش جین وايي،" د اکسېجن بارونه اوس دلته موډ شوي دي، خو دا ویل سخت دي چې دوی به څومره اغېزناک وي:
"زموږ ستونزه د هوا خرابوالی دی، نه د اکسېجن کمی. نو د اکسېجن زیاتول مرسته نشي کولی. تاسو د اکسېجن بار ته د لسو دقیقو یا یوه ساعت لپاره ځئ".
د نوموړي په خبره، دغه اکسېجن یوازې هغه مهال ګټور دی چې تاسو هملته یاست:
"کله چې د باندې راووځې هغه نور مرسته نه شي کولی. داسي یوه ساینسي پلټنه نه ده شوې چې ګټې یې راپه ګوته کړي".
د نوموړی په اند ښايي دا د ستونزې حل نه وي، خو هټیوال د خلکو له وېرې ګټه کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دا کار له هغه وروسته کېږي، چې د شمالي هند په ډېرو برخو کې د هوا ککړتیا دومره خطري پوړ ته رسېدلې چې تنفسي ناروغۍ پېښوای شي.
چارواکي اړ شوي په پلازمېنه ډېلي کې ښوونځي او رغنیز کارونه بند کړي او د ډېلي پر لویو لارو د موټرو ګڼه ګوڼه کمه کړي.
ککړې هوا د پاکستان لاهور ښار هم ځپلی او د انساني حقونو د بښنې نړیواله اداره تازه بیان کې وايي، چې د دې ښار وګړي د زهري لوګي له امله له خطر سره مخ دي.








