"له اروپایي ټولنې د برتانیا د وتلو په اړه هوکړه شوې"

د عکس سرچینه، PA Media
د برتانیا لومړي وزیر بورېس جانسن ویلي، له اروپایي ټولنې د برتانیا د وتلو په اړه دواړه خواوې بلاخره یوې هوکړې ته سره رسېدلې دي. دغه هوکړه په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د مشرانو تر لیدنې وړاندې د دواړو خواو مرکچي پلاوو ترمنځ شوې، خو په اړه یې ډېر جزئیات لا نه دي مالوم.
اوس دغه هوکړه د اروپا او بریتانیا د پارلمان تایید ته جدي اړتیا لري.
په ورته وخت د شمالي ایرلنډ د ډیموکراټانو ښي اړخي ګوند ویلي چې له دې هوکړې به ملاتړ ونه کړي. ګڼ شمېر نور برتانوي سیاست وال هم د دې هوکړې په اړه شکونه لري.
د برتانیا په پارلمان کې د اپوزیسیون کارګر ګوند مشر هم ویلي، دغه تړونه تر هغه پخواني هم بدتر دی چې پخوانۍ لومړۍ وزیرې تیریزا می له اروپایي ټولنې سره منلی و.
خو د اروپايي د کمېسیون مشر ژان کلاد ینکر دا هوکړه 'عادلانه' بللې. ښاغلي ینکر او لومړي وزیر جانسن د اروپا او برتانیا له پارلمانونو غوښتي چې دا نوې هوکړه تائید کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
تر اوسه د دې تازه هوکړې په اړه ډېر جزئیات نه دي ترلاسه شوي او تمه کېږي چې د برتانیا په پارلمان کې به هم له مخالفتونو سره مخ شي.
په دغو مذاکراتو کې تر ټولو جنجالي موضوع د شمالي ایرلنډ او د ایرلنډ جمهوریت ترمنځ د ګډې پولې برخلیک دی.
دغه پوله سیاسي، امنیتي او دیپلوماتیک حساسیتونه لري او تر اوسه څرګنده نه ده چې که چېرته برتانیا له اروپایي ټولنې ووځي نو له دې پولې سره به څه کېږي.
شمالي ایرلنډ د برتانیا برخه ده، خو د ایرلنډ جمهوریت یو جلا خپلواکه هېواد دی. دا مهال د شمالي ایرلنډ او د ایرلنډ جمهوریت ترمنځ پوله باندې د سوداګریزو توکو لېږد را لېږد ازاد دی او موټر نه تلاشي کېږي.
د پولې دواړو خواو ته ایرلنډي سیاستوال اندېښنه لري چې که چېرې برتانیا له اروپایي ټولنې بېلېږي نو پر دغه پوله به هم څار او تلاشۍ ډېرې شي، چې ورسره به د عامو خلکو ژوند او کاروبار زیانمن شي.
د نوې هوکړې متن او جزئیات تر اوسه نه دي په ډاګه شوي، نو ځکه د دې پولې برخلیک هم تر اوسه مالوم نه دی









