ډنمارک د ګرینلېنډ پېرل 'بابیزه' او د 'اپرېل فول' ټوکې په څېر بللي

د عکس سرچینه، Getty Images
ډنمارک ته د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د رسمي سفر د لغوه کېدو د پرېکړې په تعقیب، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ په نژدې اړیکو ټینګار کړی او امريکايي ولسمشر د ډنمارک پر لومړۍ وزیرې نیوکه کړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو خپل ډنمارکي سیال 'یپه کوفورډ' سره په ټیلیفوني خبرو کې د "امریکا د یوه متحد په توګه د ډنمارک د نږدې "همکاریو" ستاینه وکړه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران "د ګرینلېنډ په ګډون د امریکا او ډنمارک ترمنځ د اړیکو د پیاوړي کولو لارې څاري."
د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر په خپل ټویټر کې لیکلي و "د امریکا متحده ایالات او ډنمارک نږدې اړیکې سره لري چې د نړۍ په کچه همکاري یې اوږده مخینه لري."
داسې برېښي چې د ښاغلي ټرمپ د پرېکړې "ډنمارک ته یې چې خپل رسمي سفر وروسته له هغې لغوه کړی چې ډنمارک پر نوموړي د ګرینلېنډ ټاپو له پیرلو انکار وکړ" په تعقیب، د متحده ایالاتو حکومت د دواړو هېوادونو ترمنځ د سړو اړیکو د مخنیوي په لټه کې دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
تېره پنجشنبه وال سټریټ ژورنال راپور ورکړی و چې ولسمشر ټرمپ حکومت ته دنده سپارلې وه، څو د ډنمارک تر ولکې لاندې د ګرینلینډ ټاپو د پېرودو خبره وکړي.
د یکشنبې په ورځ ښاغلي ټرمپ ویلي و چې د دې ټاپو ستراتیژیک ځای ته په کتو له دولته یې غوښتې څو د پېرودلو موضع وڅېړي که څه هم نوموړي ویلي چې دې موضع ته په لومړیتوب قایل نه دی.
اوس مهال په ګرینلېنډ کې د امریکا یوه پوځي اډه او د ناسا ادارې یوه فضايي مرکز شته.

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا په تاریخ کې د نورو دولتونو تر ولکې لاندې د ځمکو پیرودل بې ساري نه و.
د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر د دې وینا په غبرګون کې ویلي چې ګرینلېنډ د یوه خپلواک هېواد تر ولکې لاندې دی او په پایله کې هېڅ د پلور نه دی، که څه هم د امریکا اقتصادي همکار ستايي. د ګرینلینډ حکومت هم امریکا ته د دې ټاپو سپارل غیرعملي ګام بولي خو د متحده ایالاتو د لا ډېرې پانګونې غوښتنه کوي.

د عکس سرچینه، Reuters
په مقابل کې د ډنمارک لومړۍ وزیره هغه څوک چې د دې هېواد د سوسیال ډموکراټیک ګوند هم رهبري کوي، څرګند وویل چې د ګرینلینډ پېرېدل هسې "بابیزه" دي او پخواني لومړي وزیر یې وویل چې دا وړاندیز 'د اپریل د لومړۍ نېټې' د ټوکې په څېر و.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له خپل ډنمارکي سیال سره د ټیلیفوني خبرو سربېره ښاغلي ټرمپ تېره ورځ د ډنمارک صدراعظم ته خپل خپګان څرګند کړ او ویې ویل چې ډنمارک ته به خپل رسمي سفر لغوه کړي.
د ډنمارک لومړۍ وزیره میټي فریدیریکسین وايي، ولسمشر ټرمپ سفر لغوه کولو اعلان خپه کړې ده. نوموړې وايي، دوی موږ د امریکا ولسمشر لیدو ته سترګې پر لار وو او بشپړ چمتوالی شوی و.








