ورځپاڼې: د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهالویش د طالبانو خپلمنځي اختلاف

ملابرادر

د عکس سرچینه، Getty Images

پاکستانۍ ډېلي ټايمز ورځپاڼې د دوحې سولې له بهيره د خبرو ځينو سرچينو په وينا ليکلي، طالب مرکچيانو د امريکايي ځواکونو د وتلو لپاره د ۱۴ مياشتو موده وړانديز کړې.

ورځپاڼه وايي، د ځواکونو د وتلو موده د خبرو اترو يوه کليدي موضوع وه.

ورځپاڼه زياتوي ملابرادر له امريکا او ناټو سره پردغه مهال ويش سلا شوی خو د طالبانو مشرتابه خوشال نه و، ځکه په دې برخه کې ورسره مشوره نه وه شوې او وړاندې دوى په خپلو کې د نهو مياشتو خبره کړې وه خو امريکا د ١٨ مياشتو غوښتنه کوله.

خو ډېلي ټايمز وايي، ملابرادراوس دا خبره د طالب مشرانو مخې ته ايښې. ورځپاڼې د سرچينو په وينا ليکلي چې په دې تړاو لا وروستۍ پرېکړه نه ده شوې او په اړه يې خبرې روانې دي.

قطر کې د طالبانو يوه چارواکي ورځپاڼې ته ويلي، پر ټولو مسايلو خبرې روانې دي او اوس په دې اړه کوم رسمي ځواب نه شي ورکولى، خو چې وروستۍ شي دوى به يې اعلان کړي.

ګارډین:

بريتانيوۍ ګارډين ورځپاڼې ليکلي د ډونلډ ټرمپ د سولې تړون له افغانستان او خلکو سره يې خيانت دى.

ورځپاڼه وايي، که چارې د ولسمشر ټرمپ په خوښه پرمخ لاړې شي نو د افغانستان سولې تړون به راتلونکو ورځو کې وروستى شي.

ورځپاڼه وايي، ولسمشر ټرمپ به په ډېر شور او زوږ ځان لپاره شخصي کرېډېټ يا امتياز اخلي چې د امريکا تر ټولو اوږده جګړه يې ختمه کړه.

دى به يې ان د پېړۍ د معاملې په توګه هرکلى وکړي سره له دې چې وار له مخه يې د شمالي کوريا په تړاو د خپلې ناکامې هڅې دغه راز لاپو يا باټنه ستاينه کړې.

ورځپاڼه وايي، دا تړون به هغه څه ته لاره برابره کړي چې ولسمشريزو ټاکنو لپاره نوماند ټرمپ يې غواړي، له ټاکنو وړاندې امريکا ته د ١٤٠٠٠ امريکايي سرتېرو بېرته ستنېدنه.

داعش

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، واشنګټن پوسټ وايي، داعش له ماتې ډېر لېرې دى.

خو ورځپاڼه وايي، دا به د افغانانو په گټه نه وي. ډېره شونې ده چې دغه راز يوه ناسمه کړنه به هغوى په بې رحمه جگړه کې چې له ٢٠٠١ میلادي کال راهيسې قرباني اخلي ايسار پاتې کړي.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن داعش له ماتې ډېر لېرې دى. ورځپاڼه زياتوي دې ډلې په عراق او سوريه کې ځان بللى خلافت له لاسه ورکړى خو کابل کې يې د شنبې ورځې بريد وښوده چې اسلامي دولت نومې ډله لاهم له پولو ور هاخوا يو پياوړى ځواک دى.

ورځپاڼه وايي، دغه ډله اوس افغانستان کې د پښې پراخېدونکى ځاى موندلى او اوسمهال له دوه نيم زرو نيولې تر ٤٠٠٠ پورې غړي لري.

ورځپاڼه وايي، د داعش د خراسان څانگې غړي ډېرى په ننگرهار ولايت کې دي او د سوېلې اسيا د چارو څارونکى مايکل کوگلمن وايي، د شنبې ورځې بريد د دغې ډلې پراخېدونکى لاسرسى په ډاگه کړ.