رابرټ ګېټس: د امریکا تر وتلو مخکې باید د سولې لار نقشه جوړه شي

رابرټ ګېټس

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د امریکا ددفاع پخوانی وزیر رابرټ ګېټس وايي طالبان غواړي افغانستان یو ځل بیا په خپل واک کې ولري.

د امریکا د دفاع پخواني وزیر رابرټ ګیټس خبر داری ورکړی چې په اوسنیو شرایطو کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو راویستل به خطرناکې پای ولري، د ده په وینا، امریکا باید د خپلو ځواکونو له راویستلو وړاندې دا یقیني کړي چې تر شا یې یو باثباته افغان حکومت پرېږدي:

"زما په نظر د ځواکونو د راویستلو پرمهال موجوده شرایط مهم دي، زه فکر کوم چې افغان حکومت ته د بقا چانس برابرول د افغانستان د راتلونکې لپاره مهم دي."

د ښاغلي گيټس دا خبردارى داسې مهال راځي، چې له طالبانو سره د امريکا د سولې خبرو بهير روان دى، چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتل يې د بحث يوه مهمه موضوع ده.

ګیټس زیاتوي، پوښتنه دا ده چې ایا طالبان حاضر دي د افغانستان د اساسي قانون تر سیورې لاندې په اوسني سیاسي بهیر کې برخه واخلي.

د امریکا ددفاع پخوانی وزیر وايي طالبان غواړي افغانستان یو ځل بیا په خپل واک کې ولري.

نوموړی د سولې لپاره د روانو هڅو په اړه وايي امریکا ته په کار دي دا یقیني کړي چې د ځواکونو له ویستلو وړاندې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې یوه لار نقشه شته او افغان حکومت په یوه مثبت وضعیت کې پرېښودل شي.

دا پخوانی امریکایي چارواکی وايي "که موږ له افغانستان خپل سرتېري وباسو او افغان حکومت یوازې پرېږدو، نو د مثال په توګه تاسې ددې ګام پایله د افغان ښځو او د ښوونځیو نجونو په برخه کې وګورو، که موږ افغانستان طالبانو ته وسپارو او لکه د طالبانو د واکمنۍ حالت راشي نو په امریکا کې به غبرګون څه وي که یوه مېرمن سنسګسارېږي."

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دی په افغانستان کې د امریکا د پخواني سفیر رایان کراکر دا نظر تاییدوي چې د افغانستان وضعیت یې له ویتنام سره پرتله کړی، هغه ویلي که د ځواکونو ویستل جګړه نه ختموي بلکې د جګړې ټګر مقابل لوري پرېښودل کېږي.

امریکايي پوځيان

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، طالب مرکچیان او امریکایان له افغانستانه د پوځيانو د وتلو پر مهالوېش چانې وهلو کې ښکېل دي.

ښاغلي ګیټس وویل په دې کار سره داسې حالت تکرارېږي چې یو داسې حکومت تر شا پرېښودل کېږي چې موږ یې ملاتړ کړی خو د ځواکونو په راویستلو سره نه شي کولی ثابت پاتې شي.

دا خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې په قطر کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ خبرې راونې دي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل اوربند او له افغان حکومت سره د طالبانو خبرې د دې خبرو مهم ټکي دي.