د ۱۱ تي خورو ماشومانو مړینې وزیر استعفا ته اړ کړ

د عکس سرچینه، Reuters
د تونس د روغتیا وزیر عبد الرؤف الشریف وروسته تر هغه له خپلې دندې لاس په سر کېدو ته اړ شو چې یوه روغتون کې ۱۱ تي خوري ماشومان د وینې د زهرجنې کېدو له کبله مړه شول.
د حکومت مشر یوسف الشاهد له هر هغه کس سره د محاسبې ژمنه کړې چې په دې پېښه کې یې ناغېړي کړې وي.
د الشاهد پر فیسبوک لیکل شوي، د روغتیا د وزیر استعفا یې منلې ده.
د پېښې د لا ښې څېړنې لپاره د وزیرانو یوه کوچنۍ ناسته هم جوړه شوې ده. د تونس د روغتیا وزیر ویلي د پېښې څېړنه پیل شوې ده.
دغه وزارت منلې ده چې د پلازمېنې یوه حکومتي روغتون په زیږنتون کې په ۲۴ ګړیو کې ۱۱ ماشومان مړه شوي دي.
وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي: "په ډېرې خواشینۍ سره ویلی شو چې زیږنتون کې ۱۱ ماشومان مړه شوي، دا پېښه د مارچ پر ۷مه او ۸مه شوې ده."
سرچینه زیاتوي: "یوې ځانګړې کمېټې څېړنه پیل کړې چې د دغې مړینې لامل ومومي او هغه کسان مالوم کړي چې ناغېړي یې کړې ده. د څېړنې پایلې به ژر اعلان شي."
د ویلو ده چې د تونس روغتیايي سکتور چې یو وخت د هېواد ویاړ بلل کېده، اوس له لویو اداري او لوجستیکي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.
په تونس کې د بي بي سي خبریال وايي حکومتي روغتونونه له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي، ځکه هلته پاموړ روغتیايي خدمتونه کم دي، درمل لږ دي او ډاکټران بهر ته لېوالتیا لري.
د ښځینه ناروغیو او زیږنتون اړوندې تونسۍ ټولنې ویلي، روانې څېړنې ښيي چې په زیږنتون کې وریدي مغذي درمل ملوث شوي وو.










