چیچنیا کې یوازې ښځو ته ټکسي

د عکس سرچینه، Instagram
د چیچنیا پلازمنه ګروزني کې به ډېر ژر د ښځو لپاره ځانګړې ټکسي فعالیت پیل کړي، چې چلوونکې به یې ښځې وي.
د ښځینه ټکسي چلوونکو دا پروژه د عربي متحده اماراتو په مالي ملاتړ پیلېږي، چې د روسیې په شمال قفقاز مسلمانه کورواکه سیمه کې به د "دیني او دویزو معیارونو په رڼا کې مسافرې په مناسب چاپېریال" کې لېږدوي.
"مېخکاري" (چیچني ژبه کې: ښځې) د ټکسي خدمتونو پر پروژې به ۱۲٫۵ میلیون روبله (۱۹۰۰۰۰ ډالر) لګښت راځي، همدا شان تر څنګ یې د ماشومانو پالنځي او د اتومات بیارغونې د سوداګرۍ پروژې هم تمویلېږي.
په چیچنیا کې د مخکښو ابتکاري کوچنیو او متوسطو سوداګریو د تمویل لپاره د زاید فنډ په پام کې لري چې دا پروژې مخته بوځي.
د چیچنیا مشر رمضان قدیروف پخپله ۱۲ کلنه واکمنۍ کې له عربي متحده اماراتو سره نژدې اړیکي لري او امارات.
د ښځو له خوا د موټر چلول په ګروزني کې کومه نوې خبره نه ده، خو یوازې د ښځو لپاره ټکسي بیا مخینه نه لري.

د عکس سرچینه، Grozny TV
د چیچنیا په یوه رادیويي رپوټ کې راغلي ګڼې چیچنیایۍ ښځې له نارینه پرته له کوره بهر د دیني لاملونو له کبله سفر کولو ته زړونه نه ښه کوي.
ښايي بل لوی لامل یې دا وي چې ښځې خپل شخصي محافظت ته ډېر پام کوي.
له دې کبله، په ټوله نړۍ کې د ښځو لپاره د ځانګړې ټکسي خدمتونه شته، دا خدمتونه په سوېلي کوریا، کینیا، هند او مکسیکو کې فعال دي.

د عکس سرچینه، Yelena Afonina\TASS via Getty Images
په چیچنیا کې د ښځو لپاره د ځانګړې ټکسي پروژې تود هرکلی شوی.
د زاید فنډ پر انسټاګرام د یادې پروژې په تړاو یوه انسټاګرام کارن لیکلي: "ښه نظر دی. هیله لرم چې هر څوک یې ملاتړ وکړي. دا د ښځينه مسافرو اندېښنه په ډاګه کوي. خو که موږ یې په اړه جدیت وغواړو، د ټکسي چلوونکو ښځو خوندیتوب هم باید هېر نه کړو."

د عکس سرچینه، Getty Images
.









