''له یوې ډېرو ښځو سره واده ښايي ناانصافي وي''

الطیب

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، شیخ الطیب له ۲۰۱۰ کال راهیسې د الازهر لوی امام دی

د الازهر پوهنتون لوی امام وايي له یوې ښځې نه د ډېرو ښځو سره واده کول ښايي له ښځو او ماشومانو سره ناانصافي وي.

شیخ احمد الطیب چې لوی سني دیني عالم دی وايي ډېر ځله په دې هکله له قران شریف نه د ناسم پوهاوي له امله نارینه دویم واده کوي.

نوموړي دغه څرګندونې په یوه اونیزه تلویزوني خپرونه کې او پر ټویټر کړې دي.

د شیخ احمد الطیب له دې څرګندونو وروسته الازهر پوهنتون سپیناوی وکړ چې دیني عالم الطایب د دویمې ښځې پر کولو د بندیز غوښتنه نه کوي.

دیني عالم الطیب ټینګار کړی چې یو واده قانون دی او له یوه ډېر ودونه په ځانګړو حالاتو کې جواز لري.

نوموړي ویلي: ''ټول هغه نارینه چې وايي له یوې نه له ډېرو ښځو سره باید ودونه وشي په غلطه دي، قران شریف کې راغلي چې یو مسلمان نارینه باید هله څو ښځې وکړي چې وکولای شي عدالت تامین کړي، او که عدالت تامینولی نه شي نو د څو ښځو کول جواز نه لري. ''

شیخ الطیب دغه راز پر ټویټر ویلي ښځې د ټولنې نیمايي برخه جوړوي او که موږ ښځو ته پام ونه کړو دا په دې مانا ده چې په یوه پښه مزل وکړو.

د ښځو له پاره د مصر ملي شورا د دغو څرګندونو هرکلی کړی.

د نوموړې شورا مشرې مایا مرسي ویلي ''د مسلمانانو په مذهب کې ښځو ته ډېر درناوی شوی، اسلام ښځو ته هغه حقونه هم ورکړي چې مخکې نه وو ورکړل شوي. ''