سعودی شهزاده محمد بن سلمان پاکستان ته ورسېد

د عکس سرچینه، Imran Khan Facebook
د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان په دوه ورځني رسمي سفر د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته رسېدلی دی. ټاکل شوې ده چې نوموړی به د دې سفر په ترڅ کې په پاکستان کې د لس ملیارده امریکایي ډالرو د پانګونې سندونه لاسلیک کړي.
په پاکستان کې له تېرو څو ورځو راهیسې د شهزا محمد بن سلمان ورتګ لپاره تشریفاتي او امنیتي تدابیر نیول شوي وو.
کارپوهان وایي، په اوسنیو شرایطو کې چې پاکستان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی، اسلام اباد ته د شهزاد محمد بن سلمان سفر خورا ډېر سیاسي او اقتصادي ارزښت لري.

د عکس سرچینه، Imran Khan Facebook
داسې ناتائید شوي رپوټونه هم وو چې نوموړی به هلته د افغان طالبانو له یو شمېر استازو سره هم وګوري.
خو طالبانو نن یکشنبه اعلان وکړ چې پاکستان ته یې د خپل سیاسي دفتر د غړو اعلان شوی سفر لغوه کړی، او ورسره یې هلته له لومړي وزیر عمران خان او امریکایي مذاکراتي ډلې سره خپلې ناستې هم لغوه کړې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ویل کېږي چې له شهزاده محمد بن سلمان سره د سعودي سوداګرو یوه ۴۰ کسیزه ډله هم اسلام اباد ته رسېدلې، او په پاکستان کې به د پانګونې پر لارو چارو غور او بحث کوي.
دا سفر که له یوې خو د پاکستان لپاره ګټور دی نو بله خوا پخپله سعودی شهزاده هم غواړي چې د خپل هېواد اقتصادي تګلاره بدله کړي، او په دې لړ کې یې وار د مخه هلې ځلې پیل کړې دي.
د دې تګلارې تر ټولو مهمه برخه د "وېژن ۲۰۳۰" په نامه پروژه ده. د دې پروژې له مخې سعوديان غواړي چې په راتلونکو ۱۱ کلونو کې خپل اقتصاد دومره پیاوړی کړي چې نور یوازې پر تېلو تکیه ونکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
شهزاده محمد بن سلمان دودیز سیاسي فکر لري او په کور د ننه یې ملاتړي ډېر دي، خو په اقتصادي او ټولینز چارو کې بیا لېبرال فکر لري، په ځانګړې توګه د مېرمنو د ازادۍ ملاتړی دی.
خو له هېواده بهر، په خاصه توګه اروپا کې د نوموړي مخالفین ډېری دي.
پر ده تور دی چې تېر کال یې د سعودي نژاده امریکایي خبریال جمال خاشقجي د وژنې امر کړی و.
خاشقجي د سعودي د شاهي کورنۍ او واکمن نظام مخالف و او په دې برخه کې یې تل په خپلو لیکنو کې پر دوی نیوکې کولې.
نوموړی د تېر ۲۰۱۸ کال په اکتوبر میاشت کې په استانبول کې د سعودي عربستان کونسلګرۍ ته له ورتګ وروسته تری تم شو، خو باور کېږي چې په کونسلګرۍ کې د ننه وژل شوی او مړی یې له منځه وړل شوی










