ورځپاڼو ته کتنه: ولسمشر غني د پاکستان پوځي مرکز کې څه کول؟

د عکس سرچینه، Getty Images
انډېپنډېنټ ورځپاڼې په يوه شننه کې دې ته کتنه کړې چې له افغانستان د امريکايي ځواکونو وتل به دغه هېواد ته په څه مانا وي.
ورځپاڼه وايي د بېلابېلو اسلامپالو ډلو ترمنځ د واک پر سر جگړه ډېره شونې سناريو يا حالت برېښي، د حقاني او داعش ډلې په گډون هغه ډلې چې د دوى مخالفې دي او ځينې ېې اوس په سياست کې هم ښکېلې دي.
ورځپاڼه د امنيت په خرابېدا کې د ولسمشر غني ځينو تېروتنو ته هم اشاره کوي. ليکوال وايي واک ته له رسېدو وروسته د پاکستان د پوځ مرکز ته په دې موخه د نوموړي تگ چې گواکې غواړي هغو سره وگوري چې گومان کېږي طالبان کنټرولوي له ډيپلوماتيکو اصولو سرغړول و او اغېز يې نه درلود.
ورځپاڼه وايي، نوموړي د پاکستان د پوځ او آى اس اى لپاره يو شمېر کسان د پوځ او استخباراتو له ادارې لېرې کړل، خو چاودنې ونه درېدې او لا زياتې شوې.
ليکوال وايي لوېديځ هم بيا بيا تېروتنې وکړې. ٢٠٠٣ م کال کې د طالبانو د مشرتابه ځينو غړو له امريکا او بريتانيا سره خبرو ته چمتو و خو امريکايانو خبرې نه غوښتې. پاکستان چې د خبرو اترو د بهير کنټرول يې غوښته ژر يې دغه نوښت ته د پاى ټکى کېښود.
ليکوال وايي اوس په افغانانو کې يوه رښتونې وېره ده چې ولسمشر ټرمپ به له طالبانو او د هغوى له ملاتړو سره پټه معامله وکړي او دوى به خرڅ کړي.
واشنګټن پوست ورځپاڼه هم د افغان جگړې په تړاو خپاره کړي خپل يوۀ مطلب کې وايي له افغانستان د امريکايي ځواکونو وتلو سره به کمزورى او زيانمنونکى افغان پوځ د طالبانو د پرمختگ مخنيوي لپاره پاتې وي. ورځپاڼه وايي د طالبانو بيا راستنېدل تر ټولو لوى گواښ دى.
د ورځپاڼې په وينا اوس ١١ سلنه افغانان اوس د طالبانو او نورو اورپکو ډلو د ولکې په سيمو کې ژوند کوي. ورځپاڼه وايي تېرو اوولسو کلونو کې په افغانستان او پاکستان کې ٢١٢٠٠٠ وگړي وژل شوي او امريکا د افغانستان بيا رغونې لپاره ١٣٢ ميليارډ ډالر لگولي دي.
گلف نيوز ورځپاڼې د يوې هندۍ جوړې کيسه راخيستې چې هماغه د واده په ورځ سره طلاق شوي.
ورځپاڼه وايي دې جوړې له واده څو دقيقې وروسته د دواده د ډوډۍ پر سر له ناندرۍ وروسته سره طلاق شول.

د عکس سرچینه، Getty Images
ورځپاڼه د ناوې او زوم کورنۍ د ډوډۍ په تړاو له ناندرۍ او جگړې وروسته چې پر يوۀ بل يې له لوښو سره گوزارونه کول خپل حقوقي وکيلان را وبلل او چې دا واده رسما" فسخ کړي..
ورځپاڼه وايي داسې نورې بېلگې هم شته چې جوړې هماغه د واده په ورځ سره طلاق شوي.
ورځپاڼې شارجه کې د يوې جوړې بېلگه راخيستې چې زوم له واده ١٥ دقيقې وروسته دې لپاره خپله ښځه طلاق کړې چې ويل يې خسر يې ورنه د ژمنه شويو پيسو غوښتنه کړې وه او ده ځانته د سپکاوى احساس کړى و.








