تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د مديترانې سمندرګي خطرناکې اوبه
مرستندویه او خيريه ادارې خبرداری ورکوي چې د کډوالۍ په اړه د اروپايي ټولنې د قانوني لارو چارو سختېدا د لا ډېرو کډوالو د مړينې لامل شوی چې د مديترانې له لارې له لیبیا اروپا ته د اوښتو هڅه کوي. اوس د بشري مرستو هغو بېړیو شمېر هم کم شوی چې مدیترانې سمندرګي کې د کډوالو ژغورلو لپاره ګزمې کوي. دلیل هم دا دی چې ځينو حکومتونو يې پر وړاندې خپل بندرونه تړلي دي.