د ۶ کلنې پاکستانۍ نجلۍ قاتل اعدام شو

عمران علي

د عکس سرچینه، Police handout

د عکس تشریح، پر ۲۴ کلن عمران علي د څو جنسي تېریو او وژنو تور دی.

پاکستان د ۶ کلنې زینب انصاري د وژلو او جنسي تېري په تور، عمران علي اعدام کړی دی.

د تېرې جنورۍ پر څلورمه قصور کې ۶ کلنه زینب ترۍ تم شوه، چې د یادې میاشتې پر نهمه نېټه یې مړی کور ته څېرمه په یوه ډېران کې وموندل شو.

د هغې د مړینې په تور عمران علي ونیول شو او بیا لاهور کې یوې محکمې ۲۴ کلن عمران علي ته د اعدام سزا واوروله. همداراز ده ته له نجلۍ سره د ناوړه عمل په جرم په عمري بند او له وژلو وروسته یې د مړي په غورځولو په اتوکلونو بند محکوم شوی و.

عمران علي د ۸ نجونو پروړاندې د ورته جرمونو ترسره کولو په تور هم محاکمه شوی و.

علي د جنورۍ پر ۲۲مه قصور ښار کې ونیول شو.

وروسته د پنجاب ایالت اعلی وزیر شهباز شریف د جنورۍ پر ۲۳مه، خبریالانو ته وویل، د زینب له مړي ترلاسه شوې ډي اېن اې د هغه له ډي اېن اې سره برابره وه، همدا ده چې ده وژلې ده.

له اعدامېدو وروسته د زینب پلار امین انصاري ویلي چې "راضي دی.":

"ما د هغه له عبرته ډک پای په خپلو سترګو ولید. زندۍ یې ورواچوله او یو نیم ساعت یې جسد ځوړند و."

An undated handout photo made available by the Family of seven-years-old Zainab showing her posing for a picture, in Kasur, Pakistan, Issued 10 January 2018.

د عکس سرچینه، European Photopress Agency

ښاغلي انصاري خبریالانو ته ویلي، که لور یې ژوندۍ وای اوس به اوه کلنه وه.

نوموړي له چارواکو غوښتي و چې علي دې په عام محضر کې اعدام شي، خو دا غوښتنه یې د لاهور د محکمې لخوا رد شوه.

د روانې جنورۍ میاشتې پر څلورمه نېټه د پنجاب قصور ښار کې د زینب مړی موندل شوی و، چې له جنسي تېري وروسته وژل شوې وه او له هغه وروسته پاکستان کې د پېښې خلاف پراخ احتجاجونه وشول او چارواکو پلټنې پیل کړې.

له تاوتریخوالي ډکو لاریونو کې لږترلږه دوه کسان ووژل شول او ګڼ نور ژوبلل شوي وو.

پاکستان کې تېر ۲۰۱۷ کال تر ۶۰ ډېر کسان اعدام شوي.

لاریون

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د زینب له وژل کېدو وروسته لاریونونه وشول