غواګانو 'لامبوځیو' ته د تګ اجازه ومونده

غواګانې

د عکس سرچینه، TASS

د سویډن سوېل کې چارواکو د تودوخې د کچې لوړېدو په درشل کې غواګانو ته اجازه ورکړې چې د سمندرغاړې ساتېري ځایونو ته ورشي، خو ګڼو خلکو یې په اړه شکایت کړی.

د "زالوکال" په نامه یوې سیمه ییزې خبري وېبپاڼې ویلي، د سمندرغاړې ته راتلونکو "لوڅو" کسانو سمالاند سیمه کې چارواکو ته شکایت کړی چې د سمندرغاړې ته څاروي ورځي.

دوی وايي، هلته د څارویو ورتګ "غیر صحي دی او ښايي روغتیا ته خطر پېښ کړي."

د اروپا په ګڼو برخو کې د تودوخې کچه ډېره لوړه شوې چې د سویډن په ګڼو سیمو کې د وچکالۍ لامل هم شوی.

هلته بزګر د خپلو څارویو د خوړو له کمښت سره مخامخ دي.

ځینو بزګرانو لا له وړاندې د خپلو څارویو د حلالولو پرېکړه کړې، خو ځینو نورو بیا دا ښه ګڼلې چې خپل څاروي سمندرغاړو سیمو ته واستوي.

د سیمې یوه چارواکي پیټء بنګټسن ویلي: "کله چې وچکالي وي، نو تاسو د بېړني ګام په توګه څاروي نه حلالوئ، بلکې دوی لمبولی شئ، خواړه او څښاک ورته برابرولی شئ".

په فاکسو کې د کلتور او سیاحت ادارې ته وررسېدلي شکایتونه ښيي چې سمندرغاړې ته د څارویو ورتګ خلکو ته مزاحمت کوي.

خو دغې ادارې ویلي، چې "غواګانې هم د انسانانو په څېر حق لري هلته ولاړې شي".

بنګټسن وايي، سمندرغاړو کې لامبوزن باید د E.Coli په څېر د لېږدېدونکو ناروغیو له اخته کېدو وژغول شي، بزګران باید خپلې غواګانې هغو سیمو ته د اوبو لپاره بو نه ځي چې خلک پکې لامبي.