هنګري ولې له کډوالو سره بشري کار جرم ګڼي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د بشري حقونو ډلو پر هنګري نیوکه کړې چې ګواکې دغه هېواد د کډوالو د خوندیتوب پر ځای د هغو پر څار او ځورونه بوخت دی.
د هنګري پارلمان د قانون داسې لايحه منلې چې له کډوالو پناه وړونکو سره د بشري حقونو د ډلو کار کول جرم ګڼي.
د دغه هېواد د کډوالۍ په اتو قوانينو کې بدلون راوستل شوى او د جزا په قانون کې يې يوه نوې ماده ور زياته شوې چې له مخې يې کډوالو ته د اسانتياوو برابرول اوس جرم بلل کېږي.
د جزا قانون د نوې مادې پر بنسټ چې د ناقانونه کډوالۍ لپاره د اسانتيا برابرولو ماده نومول شوې، راتلونکې کې به د کډوالو د حقونو مدافعان او هر هغه کس يا ډله چې پناه غوښتونکو ته حقوقي سلا مشورې برابروي له قانوني چلند سره مخامخېدى شي.
د بشري حقونو مدافع ډلې وايي دا قانون د بشري حقونو په تړاو کار جرم ګرځوي.
د هنگري د مدني ازاديو ټولنې غړې ستفني کپرونزې وايي حکومت په دې توګه غواړي د هغو کسانو او ډلو پر وړاندې تر ټولو جدي تدبيرونه ونيسي چې له کډوالو سره مرسته کوي.
د اروپايي شورا د قانوني کارپوهانو بنسټ د هنګري حکومت ته ګواښنه کړې چې دغه قانون د وينا د خپلواکۍ او د تماس د ازادۍ په برخه کې له اروپايي قوانينو سره په ټکر دى.
خو د هنګري چارواکي وايي ناقانونه کډوالي يې ملي امنيت ته ګواښ پېښوي.
په همدې حال کې اروپايي کميسيون ويلي چې راتلونکې يکشنبه به اروپا کې د کډوالو د موضوع په تړاو د مشرانو يوه کوچنۍ غونډه راوبولي.
ټاکلې د دغه کميسيون مشر ژان کلاد يونکر د روانې مياشتې په پاى کې د اروپايي هېوادونو په سرمشريزه کې د کډوالۍ موضوع ته د اروپا په کچه د حل لارې د موندنې هڅه وکړي.









