"پنډۍ د ککړتیا له پلوه په ګرده نړۍ کې بې ساری ښار"

د عکس سرچینه، Getty Images
د روغتیا نړیوال سازمان په یوه تازه رپوټ کې په ډاګه کړې، چې د نړۍ ۹۰ سلنه وګړي ککړه هوا تنفسوي او په کال کې اوه میلیونه وګړي وژني.
خو ورسره ویل شوي چې د نړۍ زیاتره ښارونه د پېښور او راولپنډۍ له ښارونو سره د ککړتیا له پلوه سیالي نه شي کولی.
د روغتیا نړیوال سازمان په یوه تازه رپوټ کې په ډاګه کړې، چې د نړۍ ۹۰ سلنه وګړي ککړه هوا تنفسوي.
د رپوټ موندنو دا هم ښوولې چې په تېرو شپږو کلونو کې د هوا د ککړتیا کچه لوړه پاتې شوې او یوازې د امریکا او اروپا په ځینو برخو کې دغه کچه په کمېدو ده.
د نړۍ بې وزله خلک په دې برخه کې ډېر زیانمنونکي دي.
د روغتیا د نړیوالې ادارې دغه نوې څېړنه وايي، د هوا ککړتیا ته له لسیزو راهیسې له پاملرنې سره سره، په داسې هوا کې ساه وباسي، چې ککړه ده او د دوی د اټکل له مخې په کال کې اوه میلیونه وګړي وژني.
د هوا د ککړتیا تر ټولو لوی لاملونه د ډبرو د سکرو په مټ چلېدونکې برېښنايي بټۍ، ډیزلي او پیټرولي ترانسپورتي وسیلې او په کورونو کې کارېدونکي د سونتوکي جوړوي.
دغه څېړنه وايي، د نړۍ تر ټولو ډېر نېستمن درې میلیارده وګړي د پخلي پاکې ټکنالوژۍ ته لاسرسی نه لري، خو وايي په دې اړه یوڅه پرمختګ شوی دی.
اشاره یې هند کې ځینو پروژو ته وه چې بې وزله کسانو ته د سون پاک تېل ورکول کېږي.

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images
د روغتیا د نړیوالې ادارې د عامې روغتیا مشره ډاکټره ماریا نیرا وايي، د نړۍ په ډېری برخو کې د هوا د ککړتیا کچه په خطرناک ډول اوچته ده او په نړیواله کچه د چاپېریال لپاره خطرناک ګواښ دی.
اغلې نیرا له لویو ښارونو سر ټکوي چې وايي د هوا د ککړتیا کچه یې تر پنځو ځلو تر هغې لوړه ده، چې له روغتیايي پلوه خوندي بلل کېږي.
نوموړې اسیا او افریقا ته ګوته نیسي او وايي د هوا له ککړتیا سره د تړلو مړینو ۹۰ سلنه دغلته پېښېږي.
په دې څېړنه کې د نورو ترڅنګ د امریکا د یوشمېر ښارونو نومونه هم یاد شوي.

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images
خو ورسره ویل شوي چې د نړۍ زیاتره ښارونه د پېښور او راولپنډۍ له ښارونو سره د ککړتیا له پلوه سیالي نه شي کولی.
ددغې ادارې د معلوماتو له مخې، ددغو ښارونو هوا ډېره ککړه او چټله بلل شوې ده.









