"افغان هوایي ځواک به نور پر روسیې ډېره تکیه نه کوي"

د عکس سرچینه، RSM
د نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي چې د امریکا له خوا د افغانستان هوایي ځواک ته د نویو جنګي چورلکو ورکړه، یو مهم ګام دی او له دې سره د افغانستان د هوایي ځواک د بېرته فعالولو بهیر پيل شو.
ورځپاڼه لیکي، دا وخت د افغانستان هوایي ځواک تر ډېره پر روسي ډوله (اېم آی - ۱۷) چورلکو تکیه کوي، او افغان افسران له دې چورلکو او نورو روسي وسایلو سره بلد هم دي.
خو د واشنګټن او مسکو ترمنځ د ترینګلو اړیکو له کبله د دې چورلکو او نورو وسایلو لپاره د پرزو ترلاسه کولو او د دوی ترمیم یو ستونزمن کار و.
ورځپاڼه وایي چې افغان هوایي ځواک دا مهال ۴۰ روسي ډوله (اېم آی - ۱۷) چورلکې لري خو امریکا غواړي چې تر ۲۰۲۴ کاله پورې افغانستان ته شاوخوا ۱۵۹ (بلک هاوک) چورلکې ورکړي په دې توګه به افعان هوایي ځواک نور پر روسیې ډېره تکیه نه کوي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي چې هره (بلک هاوک) چورلکه کابو ۸ ملیونه ډالره بیه لري. د دې چورلکو لپاره د پېلوټانو روزنه له ۵ تر ۶ میاشتو وخت نیسي.
ورځپاڼه لیکي چې افغان هوایي ځواک ته د دې چورلکو د ورکړې بهیر لږ ټکنی شوی او هغه ځکه چې په امریکا کې دا مهال سمندري توپانونو وېجاړی رامنځته کړی او هغه چورلکې چې باید افغانستان ته رسېدلی وای، د امریکا سیلاب ځپلو سیمو ته بشري مرستې رسوي او د ژغورنې عملیاتو کې برخه اخلي.
ولسمشر غني پاکستان ته ځي
د پاکستان اکسپرس ټریبیون ورځپاڼې هم دې هېواد ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د احتمالي سفر په اړه لیکنه کړې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو ورځپاڼه دا خبره د افغان رسنیو له قوله کوي. په افغانستان کې د ننه له تېرو دوو ورځو راهیسې داسې رپوټونه رامخې ته شوي چې ولسمشر غني ښایي په نژدې ورځو کې پاکستان ته سفر وکړي.
اکسپرس ټربیبون په اسلام اباد کې د افغان سفیر عمر زاخېلوال له قوله لیکي چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه تېره اوونۍ کابل ته د خپل سفر پر مهال ولسمشر غني ته بلنه ورکړې وه چې پاکستان ته سفر وکړي او افغان ولسمشر دا بلنه منلې ده، خو د سفر لپاره یې لا کومه نېټه نه ده اعلان شوې.
ورځپاڼه زیاتوي چې تېره اوونۍ کابل ته د پاکستاني پلاوي د سفر پر مهال د دواړو هېوادونو چارواکي په دې سره سلا شوي وو چې د اړیکو د نورمالولو لپاره به خبرو اترو ته دوام ورکوي.
ټرمپ پاکستان ته پوځي او ډیپلوماتیک سلاکاران استوي
او د هندوستان ټایمز ورځپاڼه لیکي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ به په راتلونکو اوونیو کې خپل مهم پوځي او دېپلوماتیک سلاکاران پاکستان ته استوي او غواړي پر پاکستان فشار زیات کړي چې د وسله والو ډلو له ملاتړه لاس واخلي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ورځپاڼه د نامالومو سرچینو له قوله لیکي چې د روانې میاشتې په پای کې به لومړۍ د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن او بیا د دفاع وزیر جېمز مټېس اسلام اباد ته سفر کوي.
هندوستان ټایمز وایي چې دواړه وزیران به د ولسمشر ټرمپ یو ښکاره پيغام اسلام اباد ته رسوي، او هغه دا چې پاکستان نور باید د هغو ډلو ملاتړ ونکړي چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو پر ضد جنګېږي.
ورځپاڼه زیاتوي چې د پاکستان لپاره د ولسمشر ټرمپ د زغم کاسه ډکه شوې ده، او د واشنګټن اداره په دې باور ده چې له ملیاردونو ډالرو مالي مرستې سره سره پاکستان بیا هم په روانه جګړه کې په صادقانه توګه خپلې ژمنې نه پوره کوي.









