امريکا د سوريې پوځي الوتکه نسکوره کړې ده

د عکس سرچینه، Getty Images
امريکا وايي د ايتلافي ځواکونو جنګي الوتکې په رقه ښار کې د سوريې يوه پوځي الوتکه رانسکوره کړې ده.
د امريکا د دفاع وزارت پنټاګون وايي، امريکايۍ الوتکې په سوريه کې يوه الوتکه هغه مهال په نښه کړه چې د امريکا ملاتړو سوريايي ډېموکراټيکو ځواکونو (اېس ډي اېف) مرکزونو ته څېرمه يې بمي بريدونه کول.
دا لومړی ځل دی چې په سوريه کې امريکايي ايتلافي ځواکونه د سوريې پوځي الوتکه په نښه کوي.
د سوريې حکومت دغه پېښه غندلې او ويلي يې دي چې دا به "خطرناکې پايلې" ولري.
بله خوا د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف امريکا ته ويلي، د سوريې د ځمکنۍ بشپړتيا احترام دې وکړي او د دوی پر خلاف له هر ډول کړنو دې ډډه وکړي.
دغه پېښه په هغه سيمه کې شوې چې د سوريې ډيموکراتيک ځواکونه د "اسلامي دولت" نومې ډلې (داعش) سره په جګړه بوخت دي.
له ۱۹۹۹ کال راهيسې دا لومړی ځل دی چې امريکا د کوم هېواد الوتکه راپرځوي.
"اسلامي دولت" نومې ډلې په ۲۰۱۴ کال کې د خلافت له اعلانولو وروسته رقه خپل مرکز اعلان کړی و. دغې ډلې په ۲۰۱۳ کال کې د ولسمشر بشار الاسد له مخالفو ياغيانو دغه ښار ونيو.









