هېوادونه او شرکتونه له پاریس تړون د وتلو لپاره د امریکا پرېکړه غندي

د عکس سرچینه، PA
په نړۍ کې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ دا پرېکړه وغندل شوه چې د اقلیمي بدلون په هکله یې د ۲۰۱۵ کال له پاریس تړون د خپل هېواد وتل اعلان کړل.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتېریش ویاند وايي، "دا ډېره خواشینوونکې ده". اروپايي ټولنې د امریکا دا پرېکړه "د نړۍ افسوسناکه ورځ" بللې ده.
خو د امریکا د جمهوريپال ګوند یوه مهم مشر ویلي چې د دغه هېواد د ډبرو سکرو صنعت د دې پرېکړې ملاتړ کړی دی.
د امریکا ولسمشر ویلي چې دا قانون امریکا ته "سزا" ور کوي او له امله یې په لکونو امریکایان بې کاره کېږي.
د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما چې دا تړون یې منلی و، د ټرمپ پر دغه پرېکړه نیوکه کړې او ویلي یې دي. د ولسمشر ټرمپ اداره "راتلونکی ردوي".
د ډیزني اجرايي مشر رابرټ ایګور او د دې شرکت یو بل بنسټګر ایلن مسک د سپینې ماڼۍ له سلاکارۍ شورا استعفا کړې ده.
"اقلیمي بدلون پېښېږي، پاریس تړون پرېښودل امریکا او نړۍ لپاره ښه نه دي".
د کاناډا د چاپیریال وزیره کترین میکینا وايي، چې هېواد یې د ډونلډ ډرمپ پر دغه پرېکړه ډرر خواشینی دی.
فرانسې، جرمني او ایټالیا هم په ګډه بیان کې د دې تړون اړوند له امریکا سره هر ډول خبرې رد کړې دي.

د عکس سرچینه، Reuters
دا له هغه وروسته دي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل، پر ۲۰۱۵ کال د پاریس اقلیمي بدلون تړون ختموي.
په سپینه ماڼۍ کې د خبرو پر مهال هغه وویل چې واشنګټن له دې تړون وځي، ځکه د تړون شرطونه د امریکا پر اقتصاد بار اچوي.
د هغه په خبره، د واشنګټن لپاره داسې تړون دی چې نورو ته یې ګټه رسېږي، ځکه به دی له منصفانه شرطونو سره بیا د دې تړون کولو لپاره خبرې وکړي.
ډونلډ ټرمپ تېر کال د ټاکنیزو منډو ترړو پر مهال ویل چې له دې تړون به امریکا وباسي، ترڅو د تېلو او سکرو صنعت ته ګټه ورسېږي.








