پاکستاني توکمه برتانویانو کې تر ټولو ډېر جبري ودونه شوي

د عکس سرچینه، .
د زور یا جبري ودونو اړوند د برتانیا د حکومتي شمېرو له مخې، پر ۲۰۱۶ کال تر ټولو ډېر جبري ودونه پاکستاني توکمه برتانوي وګړو کړي دي.
له دې معلوماتو ښکاري، چې پاکستان کې د برتانويانو د زور ودونو پېښې تر نورو هېوادونو خورا ډېرې دي.
د برتانیا حکومت د ۲۰۱۶ کال د معلوماتو له مخې د ټولې نړۍ د جبري ودونو ۴۳ سلنه پېښې پاکستان کې رامنځ ته شوې دي.
د برتانیا د کورنیو او بهرنیو چارو وزارت له خوا د جبري ودونو سره د مبارزې اداره ( فورسډ میرج یونټ) وايي، تېر کال په مختلفو هېوادونو کې د برتانوي وګړو د داسې ودونو ۱۴۲۸ پېښې رپوټ شوې دي.
په رپوټ کې ویل شوي، چې پروسږ کال پاکستان کې د برتانوي وګړو د جبري ودونو یا د دې ودونو د هڅې پېښې زیاتې شوې او شمېر یې ۶۱۲ ته رسېږي.
په دې دویم نمبر کې بنګله دېش دی، چې ۱۲۱ پېښې یې رپوټ شوې دي.
د برتانوي وګړو د جبري ودونو پېښې په هند کې ۷۹، سومالیا کې ۴۷، افغانستان کې ۳۹ او سعودي عربستان کې ۱۶ رپوټ شوې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ویل کېږي دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان د برتانوي وګړو د جبري ودونو له امله لومړی ځای خپلوي.
پر ۲۰۱۵ کال هم پاکستان کې دا ډول ۵۳۹ پېښې شوې وې او د ورته هېوادونو په سر کې یې ځای درلود، ور پسې بنګله دېش په ۸۹ پېښو سره دویم نمبر شوی و.
د برتانوي چارواکو په خبره، ۲۰۱۶ کال ۱۵۷ داسې پېښې هم شوې دي، چې په برتانیا کې د جبري ودونو هڅې ښيي.
د شمېرو له مخې، پر ۲۰۱۶ کال د جبري ودونو په ۱۱۴۵ پېښو کې مېرمنې اغېزمنې شوې چې د ټولو پېښو ۸۰ سلنه جوړوي او نارینه د دې ودونو له ۲۸۳ پېښو اغېزمن دي.
دوی وايي، په دې کې ۳۷۱ داسې پېښې هم دي چې د اغېزمن کس عمر له ۱۸ کلونو کم دی.
په برتانیا کې جبري واده جرم دی.
د برتانیا حکومت داسې واده جبري بولي، چې د واده یو یا دواړه لوري په وېرولو، ډارولو، خبرداري یا ذهني او مالي فشار سره واده ته اړوتلي وي.

د عکس سرچینه، Getty Images








