بریتانیا کې یو سړی د جبري واده په جرم نیول شوی

د بریتانیا په کاردېف کې یو سړی د جبري واده په جرم د هغه قانون له مخې چې تېر کال تصویب شو نیول شوی دی. دی لومړی کس دی چې د دې قانون له مخې نیول کېږي.

دغه ۳۴ کلن چې نوم یې د حقوقي دلایلو له امله نه شو اخیستلی، منلې چې یوه ۲۵ کلنه مېرمن یې په زور مجبوره کړې وه چې واده ورسره وکړي.

دی پر جنسي تېري او د څو ودونو په تور هم پړ پېژندل شوی او ۱۶ کاله به بند کې تېروي.