د ۱۰۶ کلنې هندۍ انا مشهور خواړه

د عکس سرچینه، YOU TUBE - COUNTRY FOODS
د مېندو په لاس له پاخه شویو خوړو وروسته ډېری خلک د اناګانو د لاس پاخه خواړه په ډېره مینه یادووي.
په خوړو کې خواږه لټونکي بیا د اناګانو د زمانې خوړو پخولو هنر زده کولو پسې ګرځي. ځینې خلک د هغه مهال خواړه د ماشومتوب یاد تازه کولو لپاره یادووي، خو ځینې نور بیا د هغو خوړو خوند نه شي هېرولای.
نن سبا پر یو ټیوب ویډیويي ویبپاڼه د یوې انا د لاس پخو خوړو ډېره ستاینه کېږي.
دغه سپین سرې ښځه 'مستانه ادې ' بولي او ویل کېږي، چې ۱۰۶ کلنه ده. پر یو ټیوب د هغې د خوړو لیدونکو شمېر سلګونو زرو کسانو ته رسېږي. مستانه ادې د هند سویلي اندراپردېش ایالت په یوه کلي کې اوسي، د زېږېدو مهال کوم سند نه لري، خو په وینا یې عمر یې اوسمهال ۱۰۶ کاله دی.

د عکس سرچینه، YOU TUBE - COUNTRY FOODS
یو ټیوب کاروونکي د مستانې ادې د پخلي هنر ډېر خوښوي. مستانه په یوه کرونده کې پر خټین نغري خواړه پخوي.
هغه وايي سابه، دالونه او کبان پخوي، خو د خوړو پخولو انداز یې له نورو ګوښی دی. مستانه ادې په هندواڼه کې چرګ پخوي، چې ډېر خلک یې خوښوي.
پر یو ټیوب پاڼه د هغې شخصي چینل ته د هغې کړوسي د خپلو ملګرو په مرسته ویډیوګانې پورته کوي او له ۳۰۰ زره ډېر کسان یې پرلپسې ګوري.

د عکس سرچینه، YOU TUBE - COUNTRY FOODS
له ځايي دود سره سم په کرونده کې د کېلو ونې پر پاڼو خواړه خوړل کېږي.
د هند تر ټولو د ډېر عمر دغه یوټیوب ستورې مشوره داسې ده 'ښه پاخه کړئ او ښه یې وخورئ '
۔'










