تونسي ځوان مور ته په ژړا زارۍ کوي چې پښتورګی یې ترې واخلي

د عکس سرچینه، iknowbro.com
علي برني نومي تونسي ځوان په یوه ژوندۍ تلویزیوني خپرونه کې خپلې مور ته په ژړا زارۍ کوي چې د هغه پښتورګی ځان ته پیوند کړي خو مور یې نه مني.
د علي مور د پښتورګو ناروغي لري او له ډېره وخته یې د خپل زوی له پښتورګي اخیستو ځکه انکار کاوه چې ګواکې د زوی پر روغتیا به یې ناوړه اغېز وکړي.
کیسه داسې ده چې په یو عربي تلوېزیون پر ټولنیزو، سیاسي او تفریحي پروګرامونو دوه لوري له یو او بل سره د انټرنېټ له لارې مخامخوي.
علي برني غوښتل خپلې مور ته پښتورګی ورکړي، خو مور یې ترې انکار کاوه. علي وپتېیله چې د یاد تلوېزیوني پروګرام له لارې خپله غوښتنه پرې ومني.
مور یې ځکه ټلوېزیوني خپرونه کې برخه اخیستل ومنل چې په ایټالیا کې له مېشت زوی سره به یې د تلوېزیون پر پرده مخامخ شي. کله چې خپرونه پیل شوه، نو پوه شوه چې زوی یې له ایټالیا نه، بلکې د پردې تر شا له سټوډیو پرلیکه دی.
مور بیا د خپل زوی د پښتورګي له اخیستو انکار وکړ.
هغې نه غوښتل پخپلې اړتیا پوره کولو د زوی روغتیا نیمګړې کړي.
علي په تالار کې د خپرونې ليدو ته له ناستو کسانو هیله وکړه، چې مور یې د ده د پښتورګي منلو ته راضي کړي.

د عکس سرچینه، iknowbro.com

د عکس سرچینه، iknowbro.com

د عکس سرچینه، iknowbro.com
ناستو کسانو له یوې مخې پر دغه صحنه اوښکې تویې کړې او په یوه خوله یې د علي له موره وغوښتل چې د زوی هیله یې پوره کړي.
علي برني خپلې مور ته د یوه پښتورګي په ډالۍ کولو د میلیونو کسانو زړونه وګټل.
علي پر خواله رسنیو له ټولو هغو کسانو مننه کړې چې مور ته د پښتورګي د ورکړې په چاره کې یې د ده ملاتړ او لاسنیوی کړی دی.
نوموړي ته په تونس کې له دې امله په درنه سترګه ګوري چې ګواکې د زویولۍ حق یې په ښه ډول ادا کړ.

د عکس سرچینه، iknowbro.com








