بریتانیا کې د اروپايي ټولنې قوانین لغوه کېږي

د عکس سرچینه، Reuters
له اروپايي ټولنې د بریتانیا په وتلو سره به، په دې هېواد کې د تېرو څو کلونو په اوږدو کې یولړ هغه قوانین لغوه کېږي او نوي قوانین به یې ځای ناستي کېږي، چې د اروپايي ټولنې د غړي په توګه دغه هېواد کې چلېدل.
بریتانیا به له اروپايي ټولنې د وتلو له بهیر پیلولو سره ددغې اتحادیې زرګونه قوانین لغوه اعلان کړي
د اروپا شورا مشر ډونلډ ټسک د چهارشنبې په ورځ (حمل/وري ۹مه) د بریتانیا لخوا د رسمي لیک ترلاسه کولو وروسته چې دغه هېواد غواړي له اروپایي ټولنې ووځي، په خواشینوونکي لحن ددغې پرېکړې په اړه وویل، "نشو کولی تظاهر وکړو چې ګواکې نن په بروکسل یا لندن کې د خوشحالۍ ورځ ده. همدا اوس مو کمی احساسېږي".
ډونلډ ټسک چې بروکسل کې خبرې کولې ددې بهیر مثبت اړخ ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، "برکزېټ (له اروپایي ټولنې وتلو ته د بریتانیا رایه) په اروپایي ټولنې کې پاټې ۲۷ غړي لا ژمن او متحد کړي دي."
ددې لیک منلو په اعلان سره، له اروپایي ټولنې د بریتانیا وتلو اړوند مذاکرات په رسمي ډول پیلېږي او د ۲۰۱۹ کال تر مارچ پورې (دوه کاله نور) دوام مومي.
د اروپا پارلمان رییس انتونیو تایاني هم په یوه ټویټري پیغام کې ویلي، "نن ښه ورځ نه ده. برکزېټ د [اروپایي] ټولنې په تاریخ کې یو نوی څپرکی دی، خو چمتو یو چې مخته لاړ شو او هیله من یو چې بریتانیا تردې وروسته هم زموږ نژدې ملګری پاتې شي."
د جرمني لومړۍ وزیرې انګېلا مرکل په برلین کې ددې بهیر په اړه وویل، "یقینا چې موږ د داسې ورځې راتلو غوښتونکي نه وو، ځکه چې خپل یو پیاوړی او مهم شریک له لاسه ورکوو، خو د بریتانیا د خلکو پرېکړه منو."
مېرمن مرکل زیاته کړه، بریتانیا باید لومړی د اروپایي ټولنې پروړاندې خپلې ټولې ژمنې لغوه کړي، ترڅو له دغې ټولنې سره د بریتانیا د راتلونکو اړیکو په اړه خبرې اترې ترسره شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د مېرمن مرکل دا څرګندونې د بریتانیا لومړۍ وزیرې تېرېزا می هغې غوښتنې ته منفي ځواب و چې ورته وخت کې مذاکره وشي.
د جرمني لومړۍ وزیرې په بریتانیا کې اوسېدونکو اروپایي اتباعو نه د ملاتړ پر اړتیا هم ټینګار وکړ.
د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند هم ویلي، له اروپایي ټولنې وتلو ته د بریتانیا رایه به له "احساسي پلوه" اروپا ته او له "اقتصادي" پلوه بریتانیا ته دردوونکې وي، خو زیاته یې کړه چې په اصولو کې د بریتانیا خلکو "تنبیه" کولو کومه اراده نشته.
خو ترټولو انتقادي غبرګون د اروپا پارلمان کې د جرمني استازي او مهم سیاستوال مانفرد وېبر درلود.
ښاغلي وېبر هغه ډله بریتانیایي سیاستوالو فعالیتونو ته په اشارې چې هڅه یې وکړه بریتانیا له اروپایي ټولنې ووځي وویل؛ "هغوی دا فرصت درلود چې په یوه آزاده اروپا کې پرمختګ وکړي، خو پرځای یې دیوال جوړوي".
هغه وویل: "اروپایي ټولنې د بریتانیا د پاتې کېدو لپاره ټول لازم ګامونه پورته کړل، خو تردې وروسته به د ۴۴۰ میلیونه اروپایانو په اړه فکر وکړو."








