برتانیا د ډونلډ ټرمپ د خبرو اورېدلو ادعا رد کړه

د عکس سرچینه، PA
د برتانیا د دولتي اړیکو امنیتي ادارې د یوې بیانیې په خپرولو سره د امریکا په ولسمشرۍ ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ د خبرو اورېدلو ادعا رد کړه.
دا بیانیه په داسې مهال ده چې د روانې اونۍ په لومړیو کې د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر له فاکس نیوز تلوېزون سره په خبرو کې دا ادعا کړې وه.
خو دې ادارې د ښاغلي سپایسر خبرې یو مخ خندوونکې بللې او ویلي یې دي چې باید له پامه وغورځول شي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم ادعا کړې، چې په ولسمشرۍ ټاکنو کې په نیویارک ښار کې ټرمپ برج څارل کېده.
له دې مخکې دا ادعا یوه پخواني قاضي انډرو ناپولیټانو کړې وه.
شان سپایسر د ښاغلي ناپولیټانو له خولې ویلي، "استخباراتي سرچینو فاکس نیوز ته دا خبره کړې چې ښاغلي اوباما د مراتبو سلسله ماته کړې ده".
د ښاغلي سپایسر په خبره، هغه (اوباما) د امریکا له ملي امنیت ادارې کار نه دی اخیستی، "د امریکا مرکزي استخباراتي اداره یا سي ای اې یا اېف بي ای یې کار نه دی اخیستی، بلکې د برتانیا اړیکتیايي امنیتي اداره یې کارولې ده".
د برتانیا د حکومتي اړیکو مرکز ویاند ویلي: "د ټاکلي ولسمشر د خبرو اورېدلو په هکله د قاضي انډرو ناپولیټانو دا ادعاوې یو مخ ناسمې دي".
د امنیتي چارو خبریال ګورډون کوریرا شننه

د عکس سرچینه، .
د خپلو استخباراتي چارو د رپوټ په هکله د برتانیا د امنیتي اړیکو ادارې نظر څرګندېدل عادي خبره نه ده. دا اداره تر ډېره د "نه منلو او نه ردولو" سیاست له مخې عمل کوي.
خو دا ادعاوې دومره حساسیت پاروونکې وې چې دا مرکز یې خپل نظر څرګندولو ته اړ کړ.
د ډونلډ ټرمپ دې ادعاوو چې بارک اوباما یې د خبرو اورېدلو امر کړی وو، د ډېرو خلکو پام ځان ته اړولی دی، خو تراوسه یې د زبادېدلو لپاره شواهد نه دي وړاندې شوي.
د برتانیا استخباراتي اداره په هغه جنجال کې ښکېلېدل هم نه غواړي چې ورځ تر بلې په واشنګټن کې نور هم زیاتېږي.
د امریکا د مشرانو جرګې استخباراتي جرګه ګۍ د پنجشنبې په ورځ وویل، داسې هیڅ سند نشته چې د بارک اوباما له خوا د ښاغلي ټرمپ د خبرو اورېدل تایید کړي.
خو د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر وایي، ولسمشر ټرمپ پر دعو ادعاوو ولاړ دی.
ډونلډ ټرمپ نږدې دوه اونۍ وړاندې بارک اوباما تورن کړ چې په نیویارک کې یې د ټرمپ برج خبرې اورېدلې.
نوموړي پخوانی ولسمشر باراک اوباما "بد یا ناروغ "انسان وباله.

د عکس سرچینه، Getty Images








