په سرطان اخته امریکایۍ مېړه ته د مېرمن موندلو ارمان کې مړه شوه

د عکس سرچینه، Huw Evans picture agency
د تخمدان (مبیض) په سرطان اخته امریکایۍ لیکواله امي کروز روزنټال، چې خپل مېړه ته یې د بلې مېرمنې لټون په پار اعلان هم کړی و، د سرطان له کبله مړه شوه.
هغه د ۲۰۱۵ کال له سپټمبر میاشتې راهیسې پوهېده چې د تخمندان (مبیض) په سرطان اخته ده او ژر به ومري، خو نه یې غوښتل مېړه یې ژوند یوازې تېر کړي.
د مارچ پر څلورمه، هغې نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته کې د "ښايي زما له مېړه سره واده وکړئ" په نوم یاداشت کې لیکلي وو، غواړي د خپل مېړه لپاره د مېړه موندنې په یوې وېبپاڼې کې اعلان وکړي، چې مېړه یې د دې له مړینې وروسته وکړای شي د ژوند نوې ملګرې پیدا کړي.
د هغې دغه یاداشت د "نیویارک ټایمز" ورځپاڼې پر وېبپاڼې تر څلور میلیون او ۵۰۰ ډېرو کسانو لوستلی دی.
امي پخپل یاداشت کې لیکلي وو، چې څرنګه یې له خپل مېړه جیسون برایان روزنټال سره ولیدل: "زه ۲۶ کاله ددغه فوق العاده سړي مېرمن وم".
''پر هغه میینېدل ډېر اسانه کار دی. زه ایله یوه ورځ له هغه سره په میینېدو ولګېده".
امي وايي، مېړه یې خوش ټیپه، او "فوق العاده پلار" دی چې پخلی او نقاشي هم کولای شي.
"صبر وکړئ. د هغه لیدو ته مې زړه کېږي".
امي له جیسون سره شیکاګو کې ژوند کاوه چې دواړه دوه هلکان او یوه نجلۍ لري.

د عکس سرچینه، ROSENTHAL FAMILY








