"اقليمي بدلون او تودوخه د حشراتو ودې ته ګواښ پېښوي"

د عکس سرچینه، SPL
په بريتانیا کې د ساینس پوهانو یوې ډلې خبرداری ورکړی چې اقلیمي بدلون او نړیوالې تودخې اوس د یو شمېر حشراتو ودې ته هم ګواښ پېښ کړی دی.
ساینس پوهان وایي، که د نړۍ د تودوخې درجه همداسې لوړېږي نو ځیني حشرات به د خپل نسل د ساتلو یا تولید توان له لاسه ورکړي.
د بیولوژۍ په ژورنال کې خپره شوې دا څېړنه وایي، حشرات په کم عمرۍ کې ډېر مزل نه شي کولای، نو ځکه له تاوده اقلیم کډه کول ورته ګران وي.
د دې څېړنې یوه برخواله رونډا سنوک وایي، د ژوندي پاتې کېدو لپاره ډېری وخت مناسب اقلیم ته کډه کېږي. خو هغه چې عمرونه یې کم وي، په اسانۍ مزل نشي کولی.
مطلب دا چې که د اوسېدو په ځای کې یې د تودوخې کچه همداسې مخ په ډېرېدو وي، او دوی د کوچېدلو توان هم ونلري، بیا نو دا توان له لاسه ورکوي چې نوی نسل وزيږوي.
ډاکټر سنوک وایي دوی په ازمويښتي ډول یو شمېر حشرات د لسو ورځو لپاره په یوه ځانګړي اقلیم کې وساتل او د تودوخې کچه یې پنځه درجې ور زیاته کړه.
لس ورځې وروسته مالومه شوه چې دې حشراتو د نسل زېږونې وړتیا له لاسه ورکړې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
ډاکټره سنوک وایي که څه هم دا ازموینې یوازې پر هغو حشراتو ترسره شوي چې په مېوه لرونکو ونو او بوټو کېني، خو د تودوخې په کچه کې بدلون ښایي نور ډولونو ته هم زیان واړوي.
څېړنې دا هم جوته کړې چې د تودو هېوادونو یا اقلیم حشرات د سړو هېوادونو د هغو پرتله، د اقلیمي بدلون پر وړاندې ښه مقاومت کولی شي.
په دې ازموینه کې هم دوه ډوله حشراتو برخه درلوده، چې یو یې په اسپانیه او بل یې په سویډن کې موندل کېږي.
له پایلو یې څرګنده شوه چې د تودوخې درجې د لوړېدو په حالت کې، د سویډن حشرات ډېر زیانمن شول. ځکه چې دوی له یوه بند او ساړه اقلیم سره عادت وو.
ډاکټره سنوک خبرداری ورکوي چې که په نړۍ کې د حشراتو نفوس ته کوم ګواښ پېښېږي، پر ټول طبعي چاپېریال به منفي اغېز ولري.










