د متیازو ازموینه مو د خوړل شویو خوړو ډول معلوموي

خواړه

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، په متیازو کې د کیمیايي موادو د ازموینې له لارې د کولمو روغتیا او ښه فعالیت او د بدن وضعیت معلومېدای شي.
    • Author, جیمز ګالاګر
    • دنده, د بي بي سي روغتیايي او ساینسي خبریال

بریتانیايي ساینسپوهانو د بولو (متیازو) په ازمویلو سره موندلې ده چې ایا انسان صحي خواړه خوړلي او که نه او څه شی یې خوړلي دي.

ساینسپوهان په دې باور دي چې دغه ازموینه د صحي خوړو په اړه د غذايي سپارښتنو د لا ښه والي په موخه شوې، همدا شان له ډېر وزن لرونکو کسانو سره د وزن کمولو کې مرسته کولای شي، په تېره بیا چې ډېری یې د خوړو سیستم سم نه عملي کوي.

دغه څېړنه د شکر ناروغۍ او ژونکپوهنې اړوندې "لانسټ" مجله کې په تفصیل خپره شوې ده، چې وايي هغه کیمیايي مواد یې کشف کړي چې بدن یې د خوړو د هضمولو پرمهال بهر ته راوباسي.

څېړنډله ټینګار کوي چې په راتلونکو دوو کلونو کې به دا ازموینه ډېره پراخه شي.

د متیازو ازمویونکي ساینسپوهان پر هغو څېړنو بوخت دي چې انسان تر ټولو وروستي کوم خواړه خوړلي دي.

د کولمو روغتیا

د مېوو، سبزي، کبانو او بېلابېلو غوښو خوړل پر بدن او متیازو بېل اغېز لري.

په متیازو کې د کیمیايي موادو د ازموینې له لارې د کولمو روغتیا او ښه فعالیت او د بدن وضعیت معلومېدای شي.

دا څېړنه او ازموینه د امپریال کالج لندن، نیوکاسل او ابیریستویت پوهنتونونو په همکارۍ ترسره شوې.

د امپریال کالج لندن پوهنتون څېړونکې ډاکټرې ایزابیل ګارسیا پیریز وویل: "دغه ازموینه د خوړو رسولو توکي پیدا کوي چې د صحي ژوند په تګلارې خپلولو کې مرسته کولای شي. "

دا وايي "تر اوسه هغه پړاو ته نه یو رسېدلي چې ګني یوه چا پرون کوم خواړه خوړلي او یا یې پرون ۱۵ ټوټې کچالو خوړلي دي، خو غواړو دا هم معلوم کړو. "

متیازې

د عکس سرچینه، Thinkstock

د عکس تشریح، په څېړنه کې ګډونوالو څلورځلې خواړه ورکول کېدل چې بېلابېلې صحي اندازې یې لرلې او ساینسپوهانو ګهیځ، ماسپښین او د شپې د دوی بولې (متیازې) معاینه کولې.

د تجربو په لړ کې د څېړنې ۶۰ سلنې ګډونکوونکو ته جوته شوه چې کوم خواړه یې خوړلي وو.

"لویه ستونزه"

د امپریال کالج یو بل ساینسپوه ګاري فروسټ پر دې اند دی چې دا په کورونو کې د خوړو د پېژندنې لومړنۍ او خپلواکه ازموینه ده.

ده بي بي سي نیوز ته وویل: "اوس تاسو ویلای شئ چې کوم څوک د صحي خوړو سیستم عملي کوي او که نه".

دی ټینګار لري چې ګڼ خلک په ازاد ډول نه وايي چې په کور کې کوم ډول خواړه خوري، "چې دا یوه لویه ستونزه ده."

څېړونکي باوري دي چې د دې ازموینې پایلې د چاغښت پرضد مبارزه کې مرسته کولای شي او د دویم ډول شکر په څېر په ناروغیو د اخته کېدو مخه هم نیول کېدای شي.

د غږ تشریح، ولې دوامداره رواني فشار د زړه د ناروغۍ لامل ګرځي

پروفیسر فروسټ وايي: "که یوڅوک ډېر غټ وي او ازموینه ومومي چې د غوښو په څېر درانه او انرژي لرونکي خواړه خوري، دا حالت باید بدل شي او بیا له سره ازموینه وشي. "

په څېړنه کې ګډونوالو څلورځلې خواړه ورکول کېدل چې بېلابېلې صحي اندازې یې لرلې او ساینسپوهانو ګهیځ، ماسپښین او د شپې د دوی بولې (متیازې) معاینه کولې.