ټرمپ د چین له ولسمشر سره ټیلېفوني خبرې کړې

د عکس سرچینه، Ronald Grant
د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره ټیلېفوني خبرې کړې.
په دې خبرو کې دواړو مشرانو راتلونکې کې د دواړو هېوادونو په تړاو د یولړ مسلو پرسر د دوه اړخیزې کتنې غوښتنه کړې ده.
د چین تلوېزیون د ښاغلي شي له خولې ویلي، ښاغلي ټرمپ د چین او امریکا ترمنځ د اړیکو پالل د همکارۍ یوازېنۍ لار بللې ده.
ښاغلي ټرمپ د ټاکنیزو منډو ترړو پرمهال په وار- وار چین په ''ناعادلانه'' سوداګرۍ او د ونډو بازار کې په ''لاسوهونې'' تورن کړی دی.
ده ګواښ کړی و، چې د چینايي وارداني توکو د کنټرول لپاره به پر هغوی ۴۵ سلنه مالیه ولګوي.
نوموړي په نړیوالو بازارونو کې پر چین د خپل پولي واحد د ارزښت کمولو او محصولاتو د قیمت په تړاو پر چین نیوکه کړې وه.
ده ویلي وو، له چین سره د سوداګریزو اړیکو په تړاو به خبرې وکړي چې له دې لارې کولای شي شمالي کوریا، چې دده په ټکو د چین ''امر ته لاس په نامه'' ولاړه ده، کنټرول کړي. ه.








