امریکا کې سعودی محصل یوه برید کې وژل شوی

د عکس سرچینه، UNIVERSITY OF WISCONSIN-STOUT
د امریکا وسکانسن شار په یوه برید کې یو سعودی محصل وژل شوی دی.
حسین سعید النهدي د وسکوسن پوهنتون محصل و او د یکشنبې په ورځ پرې د یوه پیزا پلورنځي مخکې برید وشو.
د ځايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، چې نوموړی د پیزا پلورنځي څنګ ته د بیهوشۍ په حال کې موندل شوی و. هغه روغتون ته لېږدول شوی و، چې د دوشنبې په ورځ یې ساه ورکړه.
ځايي پولیس وايي تر اوسه د برید لامل معلوم نه دی او دوی غوښتنه کړې، چې که څوک په دې اړه معلومات لري، له دوی سره دې شریک کړي.
خو یوې ځايي ورځپاڼې لیکلي، چې بریدګر یو سپین پوټکی کس و، چې لوړه ونه یې درلوده.
د وسکوسن پوهنتون له لوري پر فېسبوکپاڼه ویل شوي، چې حسین سعید د سوداګریزې ادارې برخه کې د دریم کال محصل و.
د مینیسوټا اسلامک ریلېشنز له لوري په یوه ټویټر پیغام کې ویل شوي، چې دوی د حسین مړینې څېړنه له نژدې څاري.




