ولې د ځینو خلکو لا هم ماسک تړل خوښېږي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د ځینو خلکو ماسک تړل خوښېږي او د دې کار لپاره بېلا بېلا دلایل لري. یو شمېر له ماسک تړلو سره راحت وي، ځینې نور بیا پیچلي او رواني د لایل لري. خو ایا ماسک تړل له ستونزو د خلاصي ښه میکانیزم دی؟
د جې لي لپاره د ارام ځای موندل هېڅکله ګران کار نه وه.
نوموړي ته د ښې شپې تېرولو لپاره، ډېری وخت ښه نظر دا وي چې له راستورانه خواړه را وغواړي او فلم وګوري. لي ۳۲ کلن دی او د بریتانیا په لیسټر کې کوچنی کاروبار لري.
نوموړي ته چې خپل ځان یو څه شرمندوکی ښکاري، ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کالونه سخت وو او یوه ستر بانک کې یې دنده له لاسه ورکړه. خو یو څه یې له ځان سره وساتل او هغه د ماسک تړلو عادت و.
لي اوس هم تل له پخوانیو ملګرو سره په ښار او بازار کې لېده کاته کوي، راشه درشه سره لري او بنډارونه کوي. خو ځینې وخت د دوی ترمنځ خبرې "خورا سختې" وي.
د دې ستونزې د مخنیوي لپاره، آن لي هڅه کوله بهر سودا ته داسې مهال ووځي چې له پخوانیو ملګرو سره د لېدو شونتیا یې کمه وي. ځینې وخت حتا تر هغې دوکان کې پاتېده چې نور ټول مشتریان له دوکانه وتلي وي.
نوموړی وايي " له هغې راهیسې چې له ماسک تړلو سره عادت شوی یم، له ملګرو او د کورنۍ غړو سره مې راشه درشه بیخي کمه شوې."
ښاغلی لي اوس سودا اخیستو لپاره په ډاډه زړه ځي او دا اندېښنه یې نه وي چې ښايي کوم اشنا یا ملګر یې پر لارو یا بازار کې وویني. دی تمه لري چې د کورونا وبا له پای وروسته به د ماسک تړل یو منل شوی دود وی.
زموږ ګڼو لپاره ماسک تړل ناراحت کوونکی کار دی خو د کورونا د مخنیوي لپاره د دې سختۍ ګالل ضرور و. موږ ټول د هغې ورځې په تمه یوو چې د وبا له وېرې پرته هر څوک خلاص مخونه وګرځي.
که عینکې په سترګو کوئ، ښايي د ماسک تړلو پرمهال مو د عینکو د خولې کېدو ستونزه حس کړي وي. ممکن ځینې وخت د ملګرو په پېژندلو کې هم له ننګونو سره مخ شوي یئ، او که غواړئ چا ته موسکی شئ، ښايي ښه یې ونه شئ کړای.
خو اوس چې په ډېرو هېواد کې ماسک تړل ضروي نه دي، ولې یې لا هم ځینې خلک غواړي ماسک وتړي؟
"نا څرګند حالت کې ځواک دی"

د عکس سرچینه، Getty Images
د کورونا وبا پای ته په نژدې کېدو سره، ځینې خلک ماسک تړلو ته د داسې یوې وسیلې په سترګه ګوري چې د ظاهري څېرې د ښکاره کولو له فشاره ځان پرې خلاص کړي.
په دې مانا، که یو ځای کې د اصولو له مخې د مخ ښکاره کول او موسکا ضروري وي، ښايي ځینې خلک د ماسک له تړلو سره له دغه ډول فشاره ځان بېغمه کړي.
همدا ښايي د ږېرې پرلپسې په نه خرېلو، د وخت او پیسو په سپمولو کې هم مرسته وکړي. یو شمېر بیا وايي د خولې او پوزې پټولو نه آټکلېدونکې ازادۍ ورکړې دي.
په لویو مارکیټونو او رسټورانونو کې ځینې کارکوونکي وايي، نور مجبور نه دي چې مشتریانو ته یې جعلي موسکا وکړي. ښايي له همدې امله هم پر ځینو ګارګرو احساساتي بوج لږ کړل شي.
په نیویارک کې د اروا پوهنې او ذهني روغتیا د برخې متخصصه کترېن سټومولېیوس وایي " د وبا پرمهال موږ تر سخت فشار لاندې وو.
که تاسې د خپلې ظاهرې څېرې په اړه اندېښمن یئ او یا دا چې څوک مو ځوروي، ماسک ښايي په دغه ډول حالاتو کې د ارامۍ احساس درکړي او په عامه ځایونو کې مو فکر سره راټول کړي. ښايي د هغه څه په اړه ډېر ازادي درکړي چې تاسې یې غواړئ او یا فکر پرې کوئ"
ځینو نورو ته بیا ماسک رواني او فزیکي خوندیتوب دی. د بریتانیا په واروېک سیمه کې ۳۸ کلن ساورا ډوټ چې د کاروبار سلا مشورې ورکوي، وايي ماسک " د ناسمو قضاوتونو، ځیر ځیر کتلو او پلټنو په څېر د کارونو مخه نیسي."
نوموړی وايي، له کورونا مخکې کار ځای ته د پلي تګ پرمهال چې اوږد واټن و، دې ته اندېښمن و چې نور لاروي به یې د ظاهرې څېرې او یا هم له د جامونو په اړه څه ډول فکر کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو نوموړی اوس وايي " اوس ارام یم، پر دې فکر نه کوم چې نور خلک به زما په اړه څه ګومان کوي. خلک مې یوازې سترګې لیدلی شي، د هغوی د قضاوت هر ډول ګواښ کم دی."
ډوټ چې په ماسک کې ځان خوندي ګڼي وايي، ماسک د زیانمنېدو یو سمبول دی او موږ ټولو ته یو څه را په زړه کوي چې " موږ یوه داسې ټولنه کې اوسېږو چې ډېر قضاوت پر ظاهر او ځینو اصولو کوي، او له همدې دا په ډاګه کېږي چې موږ انسانان زیامنېدونکي یوو."
اروايي مختخصصه سټومولېیوس په دې باور ده چې له ماسک سره بهر وتل ښايي د اندېښنو کچه راکمه کړي ځکه " پېژندګلوي ژر نه کېږي، د مخ په غبرګون څوک نه شي پوهېدلی، فزیکي اندېښنې کمولی شي او دا چې په وړو تاوېلو ماوېلو کې د ډېرې ښکیلتیا مخه نیسي."
د امریکا په کلیفورنیا پوهنتون کې د اروا پوهنې استاد رماني دوروسوله بیا په دې باور دی چې "مخ پټي حالت کې ځواک پروت وي."
نوموړی وايي " داسې ښکاري لکه یو بېل رول چې تر سره کوئ، او په هغه رول کې له تړلو تمو ځان ازاد احساسوئ، په دې مانا چې د مسکي کېدو دروغجن انځور نه ورکوئ- په ځانګړي ډول که ورځ مو ښه نه وي"
مهمې خبرې پاتې کېږي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
داسې حال کې چې ښايي ماسک تړل له ټولنیز فشاره لنډمهالی خلاصون وي، خو کارپوهان دا هم وايي چې ممکن په اوږدمهال کې له ستونزو د خلاصي ښه میکانیزم نه وي.
متخصصه سټومولېیوس وايي " د هغوی لپاره چې ځان ته ډېر متوجه وي، ښايي ماسک تړل یو داسې حس ورکړي چې نه غواړي له ناپيژاندو سره خبرې وکړي. خو په اوږد مهال کې باید له دغه حالته راووځي او ځان وننګوني. ښايي له خلکو سره ډېرې ښه مثبت اړيکي جوړ کړئ."
نوموړې دا هم وايي چې د ځوان عمر ځینې شاګردان یې د مخامخ درس پر ځای د زوم (انلاین) له لارې درس غوره بولي او وايي په دې ډول د لږ فشار حس کوي. خو سټومولېیوس دا خبرداری هم ورکوي چې په اوږدمهال کې یې باید پر ټولنیزو اندېښنو یې کار وکړل شي.
د ذهني ناروغیو دغه متخصصه زیاتوي " ټولنیزه راشه درشه، آن که د موسکا په اندازه لنډمهال هم وي، د کولیسټرول اندازه راکموي"
په عامه ځایونو کې له خلکو سره ناسته پاسته او څو کلمې زموږ موډ ښه کولای شي.
یوه څېړنه ښيي هغه خلک چې د اورګاډو، بسونو او موټرو په تم ځایونو کې آن له نااشنا خلکو سره آن که لنډې خبرې هم وکړي، د هغو خلکو پرتله به خوشاله وي چې غلي ناست وي او خبرې نه کوي.
خو له دې هر څه سره سټومولېیوس د اوږدمهال لپاره د ماسک تړلو د بدو پایلو په اړه ډېره اندېښمنه نه ده. خو وايي که کلونه کلونه اغوستل کېږي، ښايي احساساتي تړاو او پرمختګ لپاره ښه نه وي"










