امریکا کې یوې قاضۍ د ماسک تړلو په تړاو د بایډن امر لغوه کړ

امریکا

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا په فلوریډا ایالت کې یوې فدرالۍ قاضۍ الوتکو او نورو عامه ترانسپورت کې د ماسک تړلو په تړاو د بایډن د ادارې حکم رد کړ او دا یې ناقانوني وباله.

قاضۍ کیترین کیمبال میزیل وايي، د عامې روغتیا ملي ادارې د ماسکونو د تړلو په امر سره له خپل قانوني واکه تېری کړی دی.

د متحده ایالاتو د ترانسپورت برخې چارواکي وايي، له دې وروسته په عامه ترانسپورت کې ماسک تړل جبري نه دي.

د متحده ایالاتو د ناروغیو کنټرول او مخنیوي مرکز "CDC" همدا تېره اوونۍ یاد بندیز د مې میاشتې تر ۳مه وغځاوه.

قاضۍ میزیل په اصل کې د امریکا فلوریډا ایالت کې اوسیږي خو فدرالي قاضیان کولی شي داسې حکمونه صادر کړي چې په ټول هېواد کې د حکومت تګلاره بدله کړي.

د نوموړې د دوشنبې ورځې امر وکولی شو چې د امریکا په ټولو هوایي ډګرونو،اور ګاډو، ټکسیانو او د ترانسپورت په مرکزونو کې د ماسک قانوني اړتیا لېرې کړي.

د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتو برخې سکرتر جین ساکي دا پریکړه ناهیله کوونکې وبلله او زیاته کړه چې د "CDC" مرکز لا هم له مسافرو هیله لري چې د سفر پر مهال خپلې خولې او پزې وپوښي.

Stock pic of a woman on a plane in a mask

د عکس سرچینه، Getty Images

دغه مرکز د دوشنبې د حکم په تړاو له سملاسي ویلو ډډه کړې.

تیره اوونۍ د متحده ایالاتو عمومي جراح وویک مورتي د کوویډ - ۱۹ قضیو د ډېرېدو له امله ویلي و، چې د ماسک اغوستل باید د مې تر میاشتې وغځول شي.

دا مسله په لومړي ځل د ۲۰۲۱ کال په جولای کې د یوه محافظه کار بنسټ لخوا را پورته شوه چې ویلي و، د فلوریډا دوو اوسیدونکو شکایت کړی چې ماسک تړلو لا وېره ډېره کړې.

قاضۍ میزیل د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا ګمارل شوې وه.

د نوموړي له حکم لږ وروسته د ترانسپورت برخې امنیتي ادارې تائید کړه چې د امریکا په هوايي ډګرونو کې د ماسک تړل جبري نه دي.