
د پاکستان لومړی سوځېدونکې لوبغاړی کامران اکمل و، چې له منډې جوړولو پرته د لوبې له ډګره ووت.
د هند او پاکستان ترمنځ د هندوستان په پلازمېنه ډیلي کې دریمه کرېکټ یوه ورځنۍ لوبه روانه ده او د پاکستان لوبډله د هندي لوبډلې له لوري د ټاکل شوي هدف تر لاسه کولو هڅه کوي.
پاکستان د دې لوبې د ګټلو لپاره ۱۵۸ منډو ته اړتیا لري او دم ګړۍ یې اته لوبغاړي د لوبې په ډګر کې موجود دي.
لږ شېبه مخکې پاکستان له ۱۰ اوورونو وروسته د دوو لوبغاړو په سوځېدو ۲۲ منډې جوړې کړې.
د پاکستان لومړی سوځېدونکې لوبغاړی کامران اکمل و، چې له منډې جوړولو پرته د لوبې له ډګره ووت.
د ۱۴ منډو له ټول ټال سکور جوړېدو وروسته پاکستان ته بل زیان د محمد یونس د سوځېدو په بڼه ورسېد.
"د هندۍ لوبډلې کپتان مهندر سنګ دهوني د یوې څلوریزې او درې شپږیزو پر مټ ۳۶ منډې جوړې کړې."
له دې مخکې د هند ټوله لوبډله له ۴۴ اورونو وروسته د ۱۶۶ منډو په جوړولو سره وسوځېده.
د هندۍ لوبډلې کپتان مهندر سنګ دهوني د یوې څلوریزې او درې شپږیزو پر مټ ۳۶ منډې جوړې کړې.
د هند دویم ځلېدونکې لوبغاړی سرېش راینه و، چې د یوې شپږیزې او دوو څلوریزو پر مټ یې ۳۱ منډې جوړې کړې.
د پاکستان له لوري سعید اجمل پنځه، محمد عرفان دوه او جنیدخان، محمد حفیظ او عمرګل یو – یو لوبغاړی وسوځاوه.
پاکستان له مخکې نه د هند پر وړاندې دوه پر صفر پرېکړنده برلاسی تر لاسه کړی.












