
وزلوبه د افغانستان يوه خورا لرغونې لوبه بلل کېږي.
د افغانستان د اولمپيک ملي کمېټه وايي وزلوبه په ټول افغانستان کې سراسري کېدونکې ده.
هغه سيالۍ چې پرون د دغې لوبې ملي لوبډلې ته د لوبغاړو د غواروي په موخه په کابل کې پيل شوې، د شمالي ولايتي پر لوبډلو سربېره په کې د ختيځو ولايتونو ننگرهار، کونړ او لغمان لوبډلو هم برخه اخیستې ده.
اړوند چارواکي هيله لري چې روان کال ته د ټولو ۳۴ ولايتو د وزلوبې لوبډلې په دغو سياليو کې د ګډون په موخه کابل ته ور وبولي.
وزلوبه چې د افغانستان يوه په زړه پورې او خورا لرغونې لوبه بلل کېږي، د اولمپيک د ملي کمېټې د چارواکو په وينا اوس له شمالي ولايتونو څخه د دغه هېواد لوېديځ، ختيځ او سويل ته لاره پرانېزي.
اړوند چارواکي د خپلې خبرې پخلى په دې سره کوي، چې جمعې ورځې (دسمبر/ ۲۱) په کابل کې د دغې لوبې ملي لوبډلې ته د غوراوي کومې سيالۍ پيل شوې، نو د افغانستان د دريو ختيځو ولايتونو ننگرهار، کونړ او لغمان لوبډلو هم په کې برخه اخیستې ده.
د افغانستان د اولمپيک د ملي کمېټې وياند مجيب الله رحماني وايي هيله لري چې را روان کال ته د ټولو ۳۴ ولايتونو لوبډلې په دغو سیالیو کې برخه واخلي.
ښاغلي رحماني وويل دغو سياليو ته د کندهار او هرات په ګډون د ۱۶ ولايتونو د اوزلوبې لوبډلې رابلل شوې وې، خو وايي د یخنیو او ځينو نورو لاملونو له کبله يوازې د اتو ولايتونو لوبډلو په دغو سياليو کې برخه اخیستې ده.
دغه لرغونې لوبه د تاريخ په اوږدو کې د هرې واکمنۍ پر مهال شته وه، خو د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال د نوي کال او نورو جشنونو يوه نه هېرېدونکې برخه هم وګرځېده.














