
۲۹ کلن رابن وان پرسي د فوتبال له تکړه گول وهونکو څخه شمېرل کیږي.
د انګلستان تر ټولو شتمن فوټبال کلب مانچسټر یونایټېډ د خپل سیال کلب ارسنل ترټولو تکړه لوبغاړی رابن وان پرسي د۲۴ میلیونو پاونډو په ارزښت د لوبوکولو لپاره ترلاسه کړې.
رابن وان پرسي چې د هالنډ دی، اوس مهال د ارسنل د لوبډلې مشر دی. هغه تېر کال د ارسنل او هالنډ لپاره ۴۴ ګولونه کړي وو.
درابن وان پرسي او مانچسټر یونایټېډ ترمنځ څلور کلن تړون شوی چې د۲۰۱۶ کال د جون تر میاشتې به دوام ولري.
د تړون له مخې به مانچسټر یونایټېډ وان پرسي ته څه باندې ٣٠ ميليونه ډالر ورکوي او د دې ترڅنګ به مانچستر یونایټېډ د پریمیرلیګ یا هم چیمپینز لیګ د ګټلو په صورت کې وان پرسي ته دوه ميليون ډالره د انعام په توګه ورکوي.
۲۹ کلن رابن وان پرسي د فوتبال له تکړه گول وهونکو څخه شمېرل کیږي.
نوموړی به دانګلېش پریمیرلیګ د راتلونکي لوبيز کال له پیل څخه مانچستر یونایټېډ ته لوبه کوي.
د مانچستر یونایټېډ روزونکى سر الکس فرګوسن د تړون د لاسلیک پرمهال وویل:
"رابن ډېرتکړه او با استعداده لوبغاړی دی. هغه نه یوازې په اروپایي فوټبال کې ښې لاسته راوړنې لري بلکې په انګلېش پریمیرلیګ کې هم په تېرو کلونو کې ډېرځلېدلی دی. د یونایټېډ مینه وال د هغه پېژندنې ته اړتیا نه لري. هغه د فوتبال یو پېژندل شوی ستوری دی. زه رابن ته ښه راغلاست وایم او مانچستر یونایټېډ ته د هغه راتګ د کلب لپاره یوه ښه اضافه بولم:
رابن وان پرسي که څه هم د اروپایي فوتبال په سږنیو اتلولیو کې ډېر ونه ځلېد خو د انګلېش پریمیرلیګ د تېرکال په لوبو کې تر ټولوغوره لوبغاړی ونومول شو.
وان پرسي د ارسنل تر ټولو تکړه لوبغاړی و او د هغه تلل به د ارسنل لپاره یوه ضایع وي.
په تېر یوه کال کې له فبریګاس او سمیع ناصري نه وروسته وان پرسي درېیم لوبغاړی دی چې د کوم بل کلب لپاره ارسنل پرېږدي.












