"زه په سپورټ کولو روږدې شوې وم"

څنګه کله نا کله یو صحي عادت لکه سپورټ کول په غیر روغتیايي جنون بدلېږي؟ داسې خلک شته چې ډېر سپورټ کول ورته تر عادي عادت اوښتی او داسې کچې ته رسېدلی چې ښايي ورته زیان ورسوي.
والېري سټېفن لس کاله وړاندې ځغستل پیل کړل چې له سلامتیا سره یې مرسته وکړي. هغې لومړی پنځه کیلومتره ځغاستې ته نوملیکنه وکړه بیا یې ۱۰ کیلومتره سیالۍ ته مخه کړه او تر هغه وروسته یې د ماراتن ځغاسته کې ګډون وکړ.
خو تر دغه وروسته یې عادت شو چې سهار وختي له خوبه پاڅېږي او سپورټ ته تر هر بل څه لومړیتوب ورکړي.
سهار چې د ونو په منځ کې ځغلي، مني کې پر تویو شویو وچو پاڼو ګامونه ږدي، والېري فقط پر خپل سهارني سپورټ تمرکز کوي.
هغه وايي "کله چې ځغلم داسې حس کوم چې څه ترلاسه کوم. تېزېږم او پیاوړې کېږم. داسې دی لکه د کوچنیو بریاو لړۍ."
وروسته له دې چې والېري ته ځغاسته تر هر بل څه مهمه شوه وايي "زما دې ته پام شو چې تمرین کول ما کنټرولوي، د دې پر ځای چې زه سپورټ کول کنټرول کړم."

دا وايي " تمرین کولو زما پر کار، کورنۍ او د ژوند پر هرې برخې خورا سخت اغېز کړی. د وخت په تېرېدو سره تمرین کول راته غیرصحي وګرځېد."
پر تمرین کولو له روږدېدو سره والېري له هغو خلکو سوکه سوکه لېرې شوه چې دې ته نژدې ول.
هغه وايي "زما اړیکي یې خرابې کړې. ځینې خلک پر دې نه پوهېدل چې زه ولې باید تمرین وکړم. ما د لږې لېونۍ په سترګه کتل."
والېري د دې وضعیت له دوام سره په خپګیان اخته شوه او اړه شوه چې له خپل کارځایه څلور میاشتې رخصت واخلي چې ورغېږي.

ارواهپوهان وايي په تمرین کولو روږدېدل چال چلند پورې تړلو روږدېدو برخه کې راځي، چې په هغه کې د یوه کس چلند د لېونتوب تر بریده وي، له فشاره ډک وي او د کس ژوند خرابوي.
کارپوهان وايي له دې وضعیته د وتو لار دا ده چې روږدی کس د تمرین کولو مهالوېش او موده کې بدلون راولي. د هغو اپلېکېشنونو پر کارولو بیا کتنه وکړي چې اکثراً یې کاروي.








