د افغانستان فوټبال فدراسیون پر پخواني مشر د ټول عمر لپاره بندیز ولګېد

اکرام الدین اکرام

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د فوټبال نړیوالې سمبالونکې ادارې فیفا اکرام الدین اکرام د ښځینه لوبغاړو جنسي ځورونې په قضیه کې ګرم بللی

د نړیوال فوټبال چارو سمبالونکې ادارې (فیفا) د افغانستان فوټبال فدراسیون پر پخواني مشر کرام الدین کرام د ښځینه لوبغاړو جنسي ځورونې له کبله د ټول عمر لپاره بندیز لګولی. نوموړی همدې قضیه کې نژدې یو میلیون ډالر جریمه شوی هم دی.

لږ تر لږه پنځه افغان ښځینه فوټبال لوبغاړو پر نوموړي تور پورې کړی و چې د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۸ کلونو تر منځ یې په جنسي توګه 'پرلپسې ' ځورولې دي. په تېر دسمبر کې د دغې موضوع له رسوا کېدو وروسته فیفا د کرام الدین کرام په ګډون د پنځو چارواکو دندې وځنډولې.

د افغان ښځینه فوټبال لوبډلې پخوانۍ لوبډلمشره خالده پوپلزۍ وايي، پر ښاغلي کرام لګېدلي بندیز خوشحاله کړې، خو په وینا یې دا یوازې لومړی ګام دی.

که څه هم د افغانستان فوټبال چارواکو او یو شمېر ښځینه لوبغاړو په لومړي سر کې پر ښاغلي کرام لګېدلي تورونه بې بنسټه بللي وو، خو "فیفا" چارواکو هغه مهال وویل، د افغانستان د سپورتي چارواکو د دغه هېواد د فوټبال د ښځینه لوبغاړو د جنسي او فزیکي ځورونې د تورونو پلټنه یې پیل کړې ده.

په ورته مهال د افغانستان سترې محکمې وویل، له ښځینه فوټبال لوبغاړو سره د جنسي بدچلنۍ په تړاو داسې 'کره او بنسټیزه ' څېړنه کوي چې 'پېژندګلوي به پکې محرمه ساتل کېږي. '

سترې محکمې د همدې تورونو لړ کې د فوټبال ملي فدراسیون څلور لوړ پوړي چارواکي او یو کارکوونکی ممنوع الخروج اعلان کړي وو.

افغان چارواکو په لومړي سر کې ویلي و، دا تورونه بې بنسټه دي او ادعا یې دا وه چې تورونه د اسلامي پوښښ اجباري کېدو له امله مطرح شوي دي.

خو له دې مخکې د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبډلې پخوانۍ روزونکې خالده پوپلزۍ له بي بي سي سره په خبرو کې ادعا کړې وه چې له ښځینه لوبغاړو ناوړه غوښتنې کېدلې. نوموړې هغه مهال ویلي و:

"د فوټبال فدراسیون کارکونکو او روزونکو په ډېرې اسانۍ کولای شوای چې نجونې وځوروي. له نجونو به یې ناوړه غوښتنې کولې. غوښتل یې له نجونو سره همبستر شي"

برتانوۍ ورځپاڼې ګارډین هغه مهال د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبډلې بنسټیز ملاتړ کونکې کمپنۍ 'هومل ' چارواکو له قوله وویل، چې دغه شرکت سمدستي خپل ملاتړ ځنډولی او غوښتنه یې کړې چې ددې فدراسیون لپاره دې نوی مشر وټاکل شي.

د سپورټي جامو دغې ډنمارکۍ کمپنۍ ویلي و د افغانستان د فوټبال فدراسیون مالي څانګې د نارینه کارکونکو لخوا د ښځینه لوبغاړو د ذهني، فزیکي، جنسي او توپیري چلند په برخو کې د ځورونې جدي ادعاوې تر دوی رسول شوې دي.