د ناسا 'اوریون' کپسول له سپوږمۍ نه ځمکې ته په خوندي توګه راستون شو

د ویډیو تشریح، هغه شېبه چې اوریون له سپوږمۍ نه د ماموریت له بشپړولو وروسته ځمکې ته راستنېږي
    • Author, جنتن آموس
    • دنده, د بي بي سي د ساینسي علومو خبریال

د امریکا فضايي ادارې (ناسا) "اوریون" په نامه فضايي بېړۍ له سپوږمۍ شاوخوا چورلېدو وروسته چې ۲۶ ورځې وخت یې ونیو، بېرته ځمکې ته راستنه شوې ده.

پرمختللی اوریون کپسول په ارام سمندر کې راکوز شو او د ځمکې فضا ته له ننوتلو وروسته د انګار پر یوه پنډوسکي بدل شو .‌

دا ځل په دې کپسول کې کوم انسان نه و،‌ځکه چې ماموریت یې ازمېښتي و خو بل ماموریت کې به یې بدلون راځي.

ناسا د اوریون په کارولو دا ځل ډېر پېچلی ماموریت ترسره کړ.

Capsule

د عکس سرچینه، NASA

د عکس تشریح، دې ماموریت له پیله تر پایه پورې یوازې درې اونۍ وخت ونیو

امکان لري بل فضايي ماموریت یې د ۲۰۲۴ کال وروستیو کې وشي او په ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو کې هم د فضا ته د ورته ماموریت پلان لري چې د سپوږمۍ سطحې ته به د انسانانو د لېږدولو هڅه هم پکې وشي.

اوریون به د اپولو ۱۷ د ماموریت په څېر ترسره کړي. اپولو ۱۷ لومړی ځل ۵۰ کاله مخکې فضا ته استول شوی ماموریت دی او د سپوږمۍ پر سطحه د نوې پروژې نوم به ارټمیس وي.‌

ناسا ځمکې ته د اوریون راستنېدل د خپل کار لومړیتوب ګڼلی دی.

د ویډیو تشریح، د څار کامرو تر سپوږمۍ شاوخوا چورلېدو وروسته ځمکې ته د نژدې کېدو پرمهال د اوریون کپسول انځور اخیستی

سپوږمۍ ته ددغه ډول سفر چټکتیا ډېره وړه ده، چې فضايي ته تر ننوتلو وروسته یې په یوه ساعت کې سرعت ۴۰ زره کیلومترو ته رسېږي.

دې سرعت ته په پام سره، فضايي بېړۍ یوه ډېر قوي حرارتي خوندیتابه سیستم ته اړتیا لري چې کوم زیان ورته ونه رسېږي او د بېړۍ د بهرنۍ طبقې د حرارت درجه کابو په سلو کې ۳۰۰۰ درجو ته رسېږي.

اپولو ۱۷- وروستی ځل

وروستی ځل چې انسان پر سپوږمۍ راښکته شوی و، د ۱۹۷۲ کال د ډیسمبر ۱۱مه د ګرېنویچ پر وخت ۱۹:۵۴ بجې وې، ‌چې د اپولو ۱۷ عملې جېن سېرنان او هرېسن شمېت ځمکې ته تر ستنېدو مخکې څه باندې درې ورځې تېرې کړې.

د سپوږمۍ پر سطحه ۵۰ کاله مخکې د اپولو ۱۷ سپوږمکۍ د ستورمزلو د پښو پلونه لاهم تازه ښکاري

د عکس سرچینه، NASA/JSC/ASU/@ANDYSAUNDERS_1

د عکس تشریح، د سپوږمۍ پر سطحه ۵۰ کاله مخکې د اپولو ۱۷ سپوږمکۍ د ستورمزلو د پښو پلونه لاهم تازه ښکاري

په دې انځور کې چې د اندي سانډرز په مټ اخیستل شوی، پر سپوږمۍ د ستورمزلو د پښو پلونه ښکاري. د پلونو نښې هلته لاهم د نیمې پېړۍ په تېرېدو همداسې تازه پاتې شوې دي.

د اروپا فضايي ادارې (ایسا) چې په ماموریت کې د ناسا شریکه ده ځمکې ته د دې کپسول راستنېدو ماموریت هم څارلی دی.