اپل شرکت: هکران ښایي د خلکو ایفون، ایپډ او مکبوک ته ننوتلي وي

Close up of an iPhone with Safari app highlighted

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, ټام ګرکن
    • دنده, بي بي سي ټکنالوژي

د ټکنالوژۍ شرکت اپل وېره ښودلې چې ښایي هکران د یو شمېر خلکو ایفون، ایپډ او مکبوک وسایلو ته ننوتلي وي او د کاروونکي محرمو مالوماتو او مواد ته یې لاسرسی موندلی وي.

اپل شرکت د جمعې پر ورځ د یادې تخنیکي ستونزې د حل کولو لپاره د خپل کاري سیستم یا IOS لپاره تازه اپډېټ هم وړاندې کړ، او له خلکو غوښتنه شوې چې دا وروستی اپډېټ خپلو اپل آلو ته ډاونلوډ کړي.

د ټکنالوژۍ کارپوهان وایي، د اپل په سیستم کې د راپیدا شوې ستونزې له کبله ممکنه ده چې هکران د خلکو د ایفون، ایپډ یا مکبوک بشپړ کنترول ترلاسه کړي.

اپل شرکت ویلي، هکران توانېدلي د دې تخنیکي ستونزې نه ګټه پورته کړي او د WebKit په نامه هغه سیستم ته ننوځي چې د اپل سفاري براوزر چلوي.

یاد شرکت وایي، که خلک په ځینو وېبپاڼو کې وېروس لرونکي لېنکونه پرانیزي نو ښایي هکران یې ایفون یا مکبوک ته لاسرسی ومومي.

خو تر اوسه پورې داسې کومه ځانګړې پېښه نه ده اعلان شوې چې د کاروونکو ایفون یا مکبوک دې هک شوی وي.

کارپوهان وایي، په موبایلونو یا کمپیوټرونو کې د سافټ وېئر تازه کول یا اپډېټ کول یوه عادي چاره ده خو اکثر خلک یې جدي نه نیسي، خو د اپل آلو کې دا وروستۍ ستونزه جدي ده او باید له پامه ونه غورځول شي.

خو دوی ټینګار کوي چې دا کومه جدي پېښه نه ده شوې او دا هم مالومه نه ده چې هکرانو دې د کوم چا د تیلیفون یا کمپیوټر نه محرم مالومات ترلاسه کړي وي.