سایبري امنیت: د خوړو د تامین نړیوال زنځیر د هک کېدو خطر

Asparagus farming robot

د عکس سرچینه، Claire Marshall

د عکس تشریح، روباټونه اوس کر کیله او د فصلونو رېبلو کې مهم رول لري

شنونکي خبرداری ورکوي کرهنیز سکتور کې د پرمختللې ټکنالوژۍ او نویو ماشین الاتو کارولو دې ته زمینه برابره کړې چې د هکرانو یا انټرنېټي غلو لخوا په نښه شي. دا کولی شي په نړیواله کچه د خوړو سیستم ګواښ سره مخ کړي.

داسې اندېښنې دي چې هکران به وکولی شي د هغو پرمختللیو ماشینونو پروګرامونو کې لاسوهنه وکړي چې د فصل په کر او رېبلو کې کارېږي.

جان ډېر چې په نړیواله کچه تر ټولو لویو کرنیزو شرکتونو کې دی وايي د خپلو پروګرامونو په خوندي کولو بوخت دي.

د دغه شرکت مسوولان وايي‌ د خپلو پېرېدونکو، ماشین الاتو او کمپیوټري پروګرامونو خوندیتوب یې لومړیتوب دی.

د کمبرېج پوهنتون یوه وروستي رپوټ کې ویل شي، زراعت کې کارېدونکي روباټ، کوچنۍ ډرون الوتکې او نور اتومات ماشینونه د هکرانو لخوا ډېر په نښه کېدای شي.

د برتیانیا حکومت او امریکا استخباراتي ادارې هم خبرداری ورکړی چې د سایبري بریدونو خطر په زیاتېدو دی.

ټکنالوژۍ کې پرمختګ او د ماشینونو ځیرکتیا دې ته لار هواره کړې چې د فصلونه کښت او رېبلو بهیر چټک شي.

ان ځینې هغه فصلونه چې ډېر نازک ګڼل کېدل او تر دې وروستیو یې یوازې د انسان په لاس کښت شونی و، اوس د ځیرکو ماشینونو پر مټ کرل کېږي.

Asparagus growing in field

د عکس سرچینه، Claire Marshall

د زراعت لپاره جوړ شوي نوي ماشینونه په ځیرکې ټکنالوژۍ سمبال دي او له امله یې د فصل کښت او رېبلو بهیر تر ډېره ماشیني شوی چې له امله یې په کم زیار او کم وخت کې ډېر کار کېدای شي.

ټکنالوژۍ د زراعت برخه کې د کاریګرو د کمښت ستونزه هم هواره او تولید زیات کړی.

خو دا اندېښنه وسره مله ده چې دا ځیرک ماشینونه له بل هېواده هم د هکرانو لخوا په نښه کېدای شي چې د کرهنیز تولید ټول سیستم ورسره په ټپه درېږي.

کرېس شاوېس چې د مډي مشینز شرکت مشر دی په دې اړه وايي: "داسې جدي خطر شته چې یو څوک د نړۍ له هر ګوټه کولی شي د دغو ماشینونو پروګرام یا سافټ ویر ته ورننوځي او کنټرول یې کړي. دوی کولی شي دغه ماشینونه هر ډول چې وغواړي ویې کاروي. "

ښاغلی شاوېس اندېښنه لري چې سایبري بریدونه نړیوال زراعتي سیستم او خوړو د تولید مهمه برخه په نښه کولی شي.

Asparagus robot harvester

د عکس سرچینه، Claire Marshall

د عکس تشریح، کرېس شاوېس د روباټ په مرسته کښت کوي

آن لوی تولیدوونکي شرکتونه هم د سایبري غلو له بریدونو خوندي نه دي. هکران تر ډېره د 'رېنسم ویر' په نوم یو ویروس کاروي چې د ماشین سافټ ویر یا پروګرام ته یې وردننه کوي او له لارې یې د ماشین د ټول سیستم کنترول اخلي.

تېر کال د غوښې د تولید یو لوی شرکت 'جی بي اېس' اړ شو چې سایبري غلو ته ۱۱ میلیون ډالره ورکړي چې د خپل سیستم کنټرول بېرته ترلاسه کړي.

د روان کال اپرېل کې د امریکا، بریتانیا او اسټرالیا د انټرنېټي خوندیتوب یوې کارپوهې ډلې خبرداری ورکړ چې د روسیې حکومت له ملاتړه برخمنې د هکرانو ډلې ښايي د لویدیځو هېوادونو انټرنېټي زیربناوې په نښه کړي.

Richard Heady in tractor

شنونکي اندېښنه لري چې څه ډول د کورونا وبا پر مهال هټۍ د خوراکي توکو له کمښت سره مخ وې - د تولید پر لویو شرکتونو سایبري بریدونه هم کولی شي ورته اغېز ولري او د خوړو د تولید او لېږد رالېږد نړیوال سیستم په ټپه ودروي.