ایا ډیجیټلي پیسې افغانستان کې د روان اقتصادي کړکېچ حل کې مرسته کولی شي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د امریکا بندیزونو، بانکونو کې د پیسو کمښت، د بهرنیو مرستو بندیدو او د نغدو پیسو لېږد د افغانستان اقتصادي نظام اغېزمن کړی. په داسې شرایطو کې بېټکوین یا ډیجیټلي پیسو ته د حل لارې په توګه مخه شوې ده.
۲۲ کلن فرحان هوتک د افغانستان په سویل کې د زابل ولایت اوسېدونکی دی.
هغه د طالبانو له بیا واکمېدو وروسته نغدې پیسې نه لرلې او یوازینۍ شتمني یې د بېټکوین ډیجیټل پیسې وې چې د څو سوه ډالرو معادل یوه مجازي بټوه کې یې ساتلې وې.
هوتک د دغو ډیجیټلي پیسو په نغدولو سره وشول کړای شول چې خپله لس کسیزه کورنۍ پاکستان ته وباسي.
هغه ویلي "وروسته له هغې چې طالبان واک ته ورسېدل ډیجیټلي پیسې په ټول افغانستان کې ډېر ژر خپرې شوې، د پیسو ترلاسه کولو لپاره له هغې پرته بله لاره نه وه."
ښاغلی هوتک له خپلو ملګرو سره یو ځای د باینېنس په اپلیکیشن کې د 'پي ټو پي' صرافي کاروي چې له مخې یې خپلې پیسې په مستقیم ډول د دې پلټفورم پر نورو کاروونکو پېري او پلوري.
پاکستان کې د لنډ مهال استوګنځي له موندولو سره سم هوتک د بېټکوین سوداګري پیل کړې.
هغه اوس افغانستان ته تګ راتګ کوي، د ویډیو ګانو له لارې خلک د ډیجیټل پیسو په ارزښت پوهوي او د دې پوهاوی ورکوي چې له فزیکي موجودیت پرته ډیجیټالي پیسې څومره ارزښت لري.
د کرېپټو اسعارو پلویان وايي، ډیجیټلي پیسې د "راتلونکې پیسې" دي او پر بانکونو د خلکو تکیه راکموي.
اوسمهال بانکونه د تړل کېدو په حال کې دي او دې چارې خلک اړ کړي چې نه یوازې د سوداګرۍ بلکې د خپل ژوند د پایښت لپاره ډیجیټلي پیسو ته مخه کړي.
د ګوګل ټرېڼډ ډاټآ ښيي چې د ۲۰۲۱ کال جولای میاشتې راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلي افغانستان کې د بېټکوین او نورو کرېپټو اسعار زیات لټول شوی دی. دا هغه مهال وو چې خلک له بانکونو د خپلو پیسو ایستلو ته په کتارونو کې ولاړ وو او ډېر تش لاس ګرځېدل.
واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته افغانستان کې د کرېپټو اسعارو کارونه په چټکۍ په زیاتېدو شوه.
د 'چاین الایزیس' ډیجیټلي شرکت د موندنو له مخې افغانستان تېر کال د نړۍ د ۱۵۴ هېوادونو منځ کې چې دیجیټلي پېسې پکې کارېږي، شلم ځای خپل کړی و.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو تر هغې یوازې یو کال مخکې په ۲۰۲۰ کال کې دغه شرکت په افغانستان کې د ډیجیټل اسعارو موجودیت کم اټکل کړی او ان د افغانستان نوم له دې ډلبندۍ ایستلی و.
سنجر افغان په خټه افغان امریکايی دی چې په ۲۰۱۹ کال کې یې د 'حساب پې' اپلیکېشن جوړ کړی. دا اپلیکېشن له افغانانو سره د کرېپټو اسعارو د کارولو لپاره د پیسو لېږد کې مرسته کوي.
هغه وايي په افغانستان کې د "ګرېپټو انقلاب" د طالبانو او حقاني ډلې پر ضد د امریکا د بندیزونو پایله ده چې اوس په واک کې دي.
بندیزونه د دې لامل شوي چې افغانستان کې له بانکونو سره راکړه ورکړه په بشپړ ډول بنده شي. امریکا د افغانستان د مرکزي بانک ۷ اعشاریه یو میلیارډه ډالر کنګل کړي او د پیسو لېږد یې بند کړی دی. پولنډ او فرانسه کې هم هغو شرکتونو چې د افغانیو د چاپ تړونونه ورکړل شوي وو، افغانستان ته د پیسو لېږد درولی دی. د نړیوالو مالي اړیکو بنسټ (سوېفټ) افغانستان کې خپل ټول خدمتونه ځنډولي دي.
افغانستان چې د جګړې له امله ویجاړ شوی او اتیا سلنه ناخالص کورني تولیدات یې د بهرنیو هیوادونو پر مرستو ولاړ وو اوسمهال د سقوط په حال کې دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
ښاغلی کاکړ وايي"۲۲ اعشاریه ۸ میلیونه افغانان له لوږې سره مخ دي، یو میلیون یې ماشومان دي چې ښايي په ژمي کې له لوږې مړه شي. د دې ستونزې د حل لپاره مونږ غواړو له ډیجیټلي پیسو څخه کار واخلو"
د کاکړ د 'حساب پې' په څېر اپلیکیشن تاسو ته دا امکان برابروي چې بانکونو، د افغانستان حکومت یا طالبانو ته له مراجعې پرته په مستقیمه توګه له یوه تلیفون بل ته پیسې ولېږدوئ.
دا اپلیکېشن د پیل لومړیو دریو میاشتو کې پر دې توانېدولی چې له ۲ اعشاریه یو میلیون زیات ځله د اسعارو راکړه ورکړه ترسره کړي او ۳۸۰۰۰۰ فعال کاروونکي ولري.
مرستندویه ادارې هم اوس افغانستان کې د ډیجیټلي پیسو پر ظرفیت پوه شوي دي.
په ۲۰۱۳ کې رویا محبوب د "ډیجیټلي وګړي فنډ" یا "ډي سي اېف" په نامه یوه غیر دولتي موسسه جوړه کړه چې افغان مېرمنو ته د کمپیوټر پروګرامونه او مالي او اقتصادي زده کړه ورکړي.
دې موسسې هرات کې د ښځو لپاره د مالوماتي ټکنالوژۍ ۱۱ مرکزونه او دوه نور په کابل کې لرل چې ۱۶۰۰۰ ښځو ته یې له وینډوز سافټویر نیولې تر روبوټیک ټکنالوژۍ پورې هر څه زده کړل.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دوی په مجازي نړۍ کې خپلو هڅو ته دوام ورکړ او د زوم اپلیکېشن له لارې یې د ډیجیټلي پېسو زده کړې ورکولې.

د عکس سرچینه، Getty Images
آغلې محبوبې بي بي سي ته ویلي"له تېرو شپږو میاشتو راهیسې ډیجیټلي پیسې افغانستان لپاره حیاتي ارزښت لري. هر څوک د سوداګرۍ په اړه خبرې کوي. آن تر دې چې زه الوتکه کې کېناستم او کابل ته راتلم نو او خلکو الوتکه کې هم د ډآج کوین او بيټکوين په اړه خبرې کولې."
سره له دې چې ډیجیټلي پیسې د سوداګرۍ تر ټولو ښه لار ده خو داسې خنډونه هم سته چې ډیجیټلي پیسو ته د افغانانو لاسرسی ستونزمنوي.
سره له دې چې انټرنېټ نړۍ کې د پرمختګ په حال کې دی خو افغانستان کې یې لاسرسی کم دی.
د(ډیټا ریپورټر ډاټ کام) د راپورونو له مخې ۲۰۲۱ کال جنورۍ کې افغانستان کې د انټرنېټ کاروونکو شمېر اته اعشاریه ۶۴ میلیونه و.
برېښنا په دې هېواد کې بله هغه ستونزه ده چې ډیجیټلي پیسو کارول ننګوي.
د طالبانو اداره منځنۍ آسیا ته د برېښنا په بدل کې د بیلونو په نه ورکړې تورنه شوې او د بانکي سیسټم له فلجېدو سره ډېری افغانان په دې نه دې توانېدلي چې د برېښنا بیلونه پرې کړي.
لوړ پوړی محاسب نایجیل پونټ وايي، ډیجیټل اسعار د اقتصادي ستونزو "جادويي حل" نه دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
هغه همدا راز ویلي، پر افغانستان د لګول شویو بندیزونو لغوه کېدل په دې هېواد کې د بېوزلۍ د کمولو لپاره اړین دي.
افغانستان کې ډېری خلک اوسمهال بې کاره او دې ستونرې حل ته په تمه دي.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د ۲۰۲۲ کال تر نیمايي پورې به دغه هېواد کې د بې وزلۍ کچه ۹۷سلنې ته لوړه او میلیونونه کسان له لوږې سره مخ دي.
ښاغلی هوتک وايي" مونږ غواړو پر افغانستان د امریکا بندیزونه ختم شي چې سوداګري وکړو، بهر کې خپلې کورنۍ ووینو، مونږ غواړو چې کنګل شوې پیسې په افغانستان کې بې وزلو کورنیو ته ورکړل شي."









