اروپایي ټولنې هر ډول موبایلونو لپاره د یو شان چارجر جوړولو غوښتنه وکړه

تمه کېږي چې په دې کار سره به خلک د نوي موبایل اخیستو پر مهال زوړ چارجر وکاروي
د عکس تشریح، تمه کېږي چې په دې کار سره به خلک د نوي موبایل اخیستو پر مهال زوړ چارجر وکاروي

اروپایي کمېسیون د یو داسې قانون وړاندیز کړی چې له مخې به یې موبایل شرکتونه اړ وي چې د هر ډول یا ماډل موبایل لپاره یو شان یا واحد چارجر جوړ کړي.‌

تمه کېږي چې په دې کار سره به خلک د نوي موبایل اخیستو پر مهال زوړ چارجر وکاروي او له دې سره به د تولیدي توکو ضایع کېدل کم شي.‌

په وړاندیز شوي قانون کې راغلي چې په اروپایي ټولنه کې ټول خرڅېدونکي ځیرک تیلیفونونه باید (یو اېس بي -سي) چارجر ولري.

خو د اپل شرکت خبرداری ورکړی دی چې دې ګام سره به د تولید په ډګر کې د نوښت مخه ډب شي.‌

یاده دې وي چې اپل په نړۍ کې تر ټولو ډېر ځیرک تیلیفونونه او ایپډونه تولیدوي، او دا مهال یو شان چارجر ورته کارول کېږي.‌

بل لور ته د انډرویډ شرکت لخوا جوړ شوي ډېری تیلیفونه دا مهال (یو اېس بي -مایکرو بي) چارجر کاروي او ځینو کې د (یو اېس بي -سي) چارجر کارول هم پیل شوي دي.

دا وړاندیز شوی قانون به د ځیرکو تیلیفونونو،‌ تابلېټونو یا ایپډون،‌ کامرو، غوږیو،‌ لاوډسپیکرو او لاسي ویډیو ګېمونو لپاره وي.‌

په قانون کې همدا راز وړاندیز شوی چې ټول برېښنایي تولیدات باید په یو شان سرعت سره د چارجېدو وړتیا ولري.

چارجر

اروپایي سیاستوال له تېرې یوې لسیزې راهیسې هڅه کوي‌ چې دې برخه کې یوې هوکړې ته ورسېږي.

د اټکل له مخې په اروپایي ټولنه کې هر کال ۱۱ زره ټنه ناکارېدلي یا زاړه چارجرونه ضایع کېږي.‌

تېر کال په ټوله اروپایي‌ ټولنه کې شاوخوا ۴۲۰ میلیونه ځیرک تیلیفونونه یا نور برېښنایي تولیدات پلورل شوي دي.

همدا راز دې ټولنه کې په اوسط ډول هر وګړی درې چارجره لري، چې دوه یې په دوامداره توګه کاروي.‌

په ۲۰۰۹ کال کې په ټوله نړۍ کې د ځیرکو تیلیفونونو او نورو برېښنایي الو لپاره لږ تر لږه دېرش ډوله چارجرونه موجود وو.‌

خو د وخت په تېرېدو او د تکنالوژۍ عامېدو سره اوس ډېری توکي د (یو اېس بي - سي) او یا هم (یو اېس بي- بي) چارجر کاروي.‌