کیم کارداشیان ولې له فېسبوک او انسټاګرام سره پرېکون وکړ؟

د عکس سرچینه، Getty Images
امریکایۍ فلمي ادارکاره کیم کارداشیان له هغو لسګونو مشهورو څېرو سره یوځای شوې ده، چې پر خواله رسنیو یې د خپل ګڼون (اکونټ) ختمولو اعلان کړی. دوی دا کار د "کرکې او بې لارې کوونکو معلوماتو" خپرېدو په غبرګون کې کړی دی.
دا ګام "د ګټې لپاره کرکه ودروئ" کمپاین په درشل کې شوی، چې د بشري حقونو فعالانو پیل کړی دی.
دې مشهورې څېرې به د چارشنبې په ورځ د ۲۴ ګړیو لپاره د خواله رسنیو خپل اکونټونه وتړي.
کارداشیان ویلي: "په داسې حال کې چې دغه رسنۍ د کرکې او بې لارې کولو معلوماتو خپلو ته اجازه ورکوي، چې امریکا کې خلک سره ووېشي، زه چوپه خوله نه شي پاتېدلی."
دا وايي، پر خواله رسنیو بېلارې کوونکي معلومات خپرول "زموږ پر ټاکنو خطرناک اغېز کوي او زموږ دیموکراسي ځپي."
د لیوناردو کاپریو، ساشا بارون کوهین، جنیفر لورانس او کایټي پیري په څېر ګڼ نور کسان هم له دغه کمپاین سره یوځای شوي.
کایټي پر خپل انسټاګرام لیکلي "لاس تر زنې نه شم کېناستلی، حال دا چې دغه رسنۍ دروغجن او کرکجن معلومات خپروي."
له دغه کمپاین سره ممثل اشټون کوچر هم یوځای شوی چې پر خواله رسنیو میلیونونه مینه وال لري. دی وايي "دغه وسیلې د کرکې او تاوتریخوالي لپاره نه دي جوړ شوي."
دغه کمپاینران پر فېسبوک او انسټاګرام تور لګوي چې له کرکې د ډکو او بې لارې کوونکو معلوماتو د خپرېدو لپاره یې په کافي اندازه کار نه دی کړی.
په دې پرېکون کې فېسبوک، انسټاګرام او وټس اپ هم شامل دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
فېسبوک او اړوندو شرکتونو یې تېر کال د اعلانونو له لارې کابو ۷۰ میلیارد ډالر ګټلي وو.
په دې کمپاین کې د مدني حقونو په برخه کې زرګونه نور شرکتونه او ټولنې هم دي.
فېسبوک په تېره جولای میاشت کې یوه اعلامیه کې ویلي وو، هغو اعلانونو خپروونکو ته به خبرداری ورکوي چې بې لارې کوونکي وي.
د فېسبوک بنسټګر مارک زوکربیرګ ویلي، شرکت به یې هغه اعلانونه بند کړي چې د یوه مشخص توکم، دین او ډلې یا جنس او هویت په اړه پکې د ګواښ او سپکاوي خبرې وي.
هغه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ۲۰۲۰ کال ټاکنې "د ګرم کېدو پر لور" روانې دي، چې په وینا یې شرکت به یې "په خوندي توګه د لانورو احتیاطي ګامونو اخیستو لپاره ګامونه واخلي."
ددغه پرېکون له اعلان وروسته د فېسبوک په عوایدو کې پاموړ ټیټوالی راغلی او ځینو رسنیو ویلي چې د مارک زوکربرګ خالصه ګټه ۷٫۲ میلیارد ډالر راټیټه شوې ده.









