کوم ګازونه د نړیوالې تودوخې لامل کېږي؟

ګازونه

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, نجیب الله ځیرک
    • دنده, امریکا

د شین پوړیزو ګازونو له ډلې کاربن دای اکساید، میتان، اوزون، نایتروجن دای اکساید، سړوونکو وسایلو لکه یخچالونو، ایرکېنډېشنونو، چېلرونو او نورو کې کارېدونکې ګازونه لکهCFC ، HCFC او HFC د ځمکې په اتموسفیر کې په پراخه کچه شته چې د ځمکې تودخې د زیاتېدو لامل ګرځېدلي او دا سلسله روانه ده.

له دې ډلې سړوونکو وسایلو کې کارېدونکي ګازونه د ځمکې تودخې زیاتولو سربېره د اوزون طبقې ویجاړي کې هم رول لري.

ځينې دا ګازوونه حتی د کاربن دای اکساید پرتله لسګونه او سلګونه ځله زیات د ځمکې تودوخې د زیاتولو وړتیا لري. د بېلګې په توګه HFC-134a ګاز چې په سړوونکو وسایلو کې کاریږي د کاربن دای اکساید پرتله يې د ځمکې تودولو وړتیا ۱۴۰۰ ځله زیاته ده، نو ساینسپوهان هڅه کوي د دې ګازونو تولید او استفاده ودروي او پر ځای یې ضرر نه رسونکي ګازونو کارول شروع شي.

د اوزون طبقې ساتلو او نړیوالې تودخې کمولو لپاره هڅې

د اوزون طبقې ساتنې او تخریب د مخنيوي لپاره لومړی ګام په ۱۹۸۵ کال د ویانا کنوانسیون جوړول و چې داوزون طبقې ساتلو لپاره معیارونه او راتلونکې لپاره د نورو زیاتو هڅو هوډ وشو. خو مهمه هڅه او اقدام د ملګرو ملتونو لخوا د مونټریال پروټوکول نړیوال تړون و چې په ۱۹۸۷ کې د اوزون طبقې د ساتني په موخه امضا شو تر څو د هغو موادو لکه CFC او هلوین ګازونو د توليد او استفادې مخنيوي وشي چې د اوزون طبقه ویجاړوي.

دا تړون چې د چاپېرال ساتنې په برخه کې تر ټولو بریالی بلل کیږي، افغانستان يې په ۲۰۰۴ کال کې غړی شو. د ملګرو ملتونو د چاپېریال ساتنې پروګرام په وینا د دې تړون له برکته به یوازې امریکا متحده ایالتونو کې د پوټکي سرطان ۴۴۳ ملیون پېښو مخنیوی وشي چې دا پخپله د دې تړون او روانو هڅو اهمیت په ګوته کوي.

په ۱۹۹۴ کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې د سپتمبر ۱۶مه د اوزون نړیوالې ورځې په نامه ونوموله او هر کال د افغانستان په ګډون د نړۍ په هېوادونو کې د اوزون طبقې د ساتلو او مونټریال پروتوکول د یادون په پار لمانځل کېږي.

په انتارکتیکا کې هالې څېړنیز مرکز چې لومړی ځل یې د اوزون سوری وپېژاند

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په انتارکتیکا کې هالې څېړنیز مرکز چې لومړی ځل یې د اوزون سوری وپېژاند

مونټریال پروټوکول لارنقشه وټاکله چې په پرمختللو هېودانو کې تر ۲۰۰۰ میلادي کال او مخ پر ودې هېودانو کې تر ۲۰۱۰ کال پوري د هایدروفلوروکاربن (CFC) په ګډون د هغو موداو توليد او استفاده چې اوزون طبقه تخریبوي په تدریجي ډول ودرول شي چې همداسې وشول، خو په ځينو مخ پر ودې، ځانکړي ډول اسیایي هیوادنو کې سرغړونې او د CFC غیر قانوني توليد او سوداګري روانه وه چې هڅې يې له ګواښ سره مخ کړې، خو په وروستیو کلونو کې بندیزونه جدي شول او پایله کې د اوزون طبقې رغېدل شروع شول او که هڅې همداسې روانې وي ښايي تر ۲۰۵۰ کال پورې خپل ۴۰ کاله پخواني حالت ته ور وګرځي.

د CFC په ځای د هایدرو کلورو فلورو کاربن (HCFC) کارول شروع شول چې په د اوزون طبقې ته يې خطر د CFC پرتله کم دی خو منفې اړخ یې د نړیوالې تودوخې د زیاتولو وړتیا ده. د HCFC ګازونو کارول اوس په پرمخ تللو هېوداونو کې بند شوي خو د افغانستان په ګډون مخ پر ودې او دریمې نړي هيودانو کې تر اوسه کارول کېږي.

د مونټریال پروټوکول تر چتر لاندې موافقه وشوه چې تر ۲۰۳۰ میلادي کال پورې به د HCFC توليد او استفاده په بشپړ ډول بنده شي چې ځای یې HFC ونیو چې اوس په زیاتره پرمختللیو او مخ پر ودې هېوادنو کې کاریږي. که څه هم HFC ګواښ د اوزون طبقې ته صفر دی ځکه په ترکیب کې یې کلورین نشته چې د ازون اکسیجن اتوم سره یوځای شي خو د نړیوالې تودوخې لوړولو وړتیا يې زیاته ده، نو ځکه ساینسپوهان په هڅه کې شول چې داسې بدیل وړاندې کړي چې نه د نړیوالې تودوخې سبب وګرځي او نه اوزون طبقه تخریب کړي.

د دې لپاره مونتریال پروتوکول کې تعدیلاتو ته اړتیا وه، له هڅو وروسته ۲۰۱۶ کال په کیګالي ښار کې د مونټریال پروټوکول تعدیل شو چې د کیګالي تعدیلات (Kigali amendment) په نامه یاديږي او موخه ېې په نړیواله کچه د HFC ګازونو د تولید او استفادې کمول دي.

د موافقې له مخې وپتیل شوه چې تر راتلونکو ۳۰ کلونو پورې په تدریجي ډول د HFC ګازونو کارول تر ۸۰ سلنه کم کړی شي او که دا هدف تر لاسه شي نو تر ۲۱۰۰ کال پورې به ۰.۵ سانتيګراد درجې په اندازه د نړۍ تودوخې له زیاتېدو مخنیوی وکړي.

اوزون

د عکس سرچینه، COPERNICUS/CAMS/ECMWF

د عکس تشریح، په پاخه اودي رنګ کې اوزون سوری لیدل کېږي

افغانستان کې د اوزون تخریبوونکو ګازونو د کارولو مخینه او اوسنی حالت

که څه هم افغانستان کې د یادو شویو ګازونو د استفادې په هکله ډېر کم ارقام شته او په دې اړه کره مالومات ټولول ستونزمن کار دی خو د ملګرو ملتونو د چاپېریال ساتنې پروګرام (UNEP) سره د شته مالوماتو له مخې هیلون ګاز ۲۰۰۵ او CFC ګازونه ۲۰۱۰ کلونو را پدیخوا نه کارول کېږي. په دې وروستیو کلونو کې د نړیوالو ادارو لکه (UNEP) او د ملګرو ملتونو د صنعتي پراختیا سازمان (UNIDO)، UNDP، د زرغون اقلیم صندوق GCF، د چاپېریال نړیوال تسهیلات GEF د افغانستان د چاپېریال ساتنې له ملي ادارې او نورو اړوند ادارو سره له نږدي کار کوي تر څو د اوزون تخریبوونکو او شین پوړیزو ګازونو کارولو او تولید کچه را کمه کړي.

که څه هم افغانستان کې د پخوا پرتله د HCFC ګازونو کارول کم شوي خو له پورته ګراف ښکاري چې تر ۲۰۲۰ کال تر پایه ۳۵ سلنه پلان شوي کمول ستونزمن ښکاري. په دې او ورته برخو کې راتلونکو پروګرامونو ته د بسپنې او مالي امکاناتو تر لاسه کولو لپاره ضرور ده چې ټاکل شوي اهداف د پلان سره سم تر لاسه شي.

په قاچاقي ډول هېواد ته د ګازونو واردول، د اړوند ادارو لکه چاپېریال ساتنې، ګمرکونو، مالیې وزارت، سوداګرۍ وزارت ، ښاروالیو او افغانستان سوداګرۍ خوني تر منځ د همغږۍ نشتوالی، ګمرکونو کې د ګازونو معاینې او کنټرول لپاره د وسایلو نه شتون، په مارکېټ کې د سړوونکو توکو د ډول په نظر کې نیولو سره د مناسب بدیل ګاز نشتوالی او یا پکې د نوي ګاز نه تطابق، او عامه پوهاوي کچې کموالی هغه عوامل کېدی شي چې د ټاکل شویو موخو تر لاسه کول يې ستونزمن کړي وي.

د HCFC ګازونو په نه کارولو موخې ته په رسېدو، د HFC ګازونو څخه په تدریجي ډول نه استفادې لپاره افغانستان باید د کیګالي تعدیلات تایید او ومني تر څو وکولی شي اقلیم او اوزون ته زیان رسوونکو ګازونو کارول یو مخ بند شي.

چاپېریال او اوزون طبقې ته زیان نه رسوونکي ګازونه

امونیا NH3 په طبیعي ډول زیاد پیدا کېدونکی ګاز دی چې اوس په سړوونکو وسایلو او توکو کې کارول کېږي، د انرژۍ مصرف یې کم، او نړیوالې تودوخې او اوزون ویجاړۍ وړتیا یې صفر ده نو له همدې امله یخچالونو، ایرکندیشنونو کې د HFC غوره بدیل ګڼل کېږي چې باید کارول یې پراخ او عام شي.

منفي اړخ یې زهریتوب او نوزو ګازونو په څېر اور اخیستلو وړتیا ده چې په لېږدولو او وسایلو ته اچولو کې باید پوره احتیاط وشي. د هایدروکاربن بېلابېل ډولونه هم طبیعي ګازونه دي چې د د نړیوالې تودخې وړتیا یې په نشت حساب ده او د اوزون تخریب وړتیا یې صفر ده، یوازینی منفي اړخ یې د اور اخیستلو وړتیا ده نو ځکه باید په لېږد او کارولو کې باید له پوره احتیاط او تدابيرو کار واخیستل شي.

اقلیمي بدلون، چاپېریال ساتنې برخه کې نړیوال مرستندوی سازمانونه او ادارې:

لکه څرنګه چې مخکې یادوونه وشوه زیات شمېر نړیوالې ادارې او مرستندوی سازمانونه د خپلو ځانګړو معیارونو په نظر کې نیولو سره مخ پر ودې او لږ پرمختللو هېودانو لکه افغانستان ته د اقلیمي بدلون او چاپېریال ساتنې برخه کې بیلاعوضه مالي او تخنیکي مرستې ورکوي خو د دې مرستو تر لاسه کولو لپاره باید د هغو ادارو شرایط پوره شي او قانع کوونکې پروژې او پروګرامونه طرحه او وړاندې شي چې دا به نه یوازې د شین پوړیزو ګازونو د کموالي او چاپېریال ساتنې سبب وګرځي بلکې یو زیاد شمیر کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینې هم برابریږي.

لاندې هغه ادارې دي چې مخ پر ودې او لږ پرمختللیو هیوادنه ته د اقلیم اړوند برخو کې مالي، تخنیکي مرستې او بسپنې ورکوي.

  • Green Climate Fund
  • Global Environment Facility
  • Least Developed Countries Fund
  • Global Climate Change Alliance
  • Forest Investment Program
  • Forest Carbon Partnership Facility
  • Pilot Program for Climate Resilience
  • Special Climate Change Fund
  • Scaling-Up Renewable Energy Program for Low Income Countries
  • UN-REDD Program