چاغ ماشومان له رواني ستونزو سره مخ کېږي

موٹاپا

د عکس سرچینه، Getty Images

برتانیا کې د یوې پراخې مطالعې له مخې کله چې یو چاغ اوه کلن ماشوم ۱۱ کلنۍ ته ورسېږي، پر جذباتي مسلو- لکه اضطراب او لټۍ د ښکار کېدو خطر یې ډېرېږي.

د انګلېنډ لېورپول کې څېړونکي وايي، چاغښت او ذهني روغتیا خپلو کې نږدې اړیکه لري او له ماشومتوب یې اغېز ګام په ګام ډېرېږي.

نجونې تر هلکانو ډېرې د بي اېم ای( د وزن او ونې تناسب) او جذباتي مسلو ښکار کېږي.

که څه هم دې مطالعه کې پر لاملونو رڼا نه ده اچول شوې، خو وايي، چې د بې وزلۍ له امله دا دوه مسلې نورې هم خطرناکې کېږي.

څېړونکي دا هم وايي، چې د خپلې مطالعې پایلې په ګلاسګو کې د ایکو یا د اروپايي کانګرېانس اقتصاد کې وړاندې کېږي چې دې سره ماشومانو کې د ډېرېدونکي وزن لومړني مخنیوي مسله پیاوړې شي.برتانیا کې د یوې پراخې مطالعې له مخې کله چې یو چاغ اوه کلن ماشوم ۱۱ کلنۍ ته ورسېږي، پر جذباتي مسلو- لکه اضطراب او لټۍ د ښکار کېدو خطر یې ډېرېږي.

موٹاپا

د عکس سرچینه، Thinkstock

د چاغښت او جذباتي مسلو ترمنځ اړیکو په تړاو دې څېړونکو برتانیا کې له ۲۰۰۰ تر ۲۰۰۲ پورې پیدا شوو ۱۷ زره ماشومانو معلومات ټول کړي دي.

دې مطالعه کې د ماشومانو د ونې او وزن پر معلوماتو سربېره، د دریو، پنځو، اوو، یوولسو او څوارلسو کلونو د عمر ماشومانو د جذباتي مسلو هغه رپوټ هم شامل دی چې میندو پلرونو یې ور کړی دی.

د مطالعې له مخې له ۷ کلنۍ د چاغوالي او احساساتي مسلو ترمنځ ژور اړیکي لیدل کېږي.

کم خوراک حل نه دی

موٹاپا

د عکس سرچینه، Thinkstock

د لېورپول پوهنتون د ارواپوهنې څانګې مخکښ استاد ډاکټر شارلټ هرډمېڼ وايي، د دې څېړنې له پایلو داسې لیدل شي چې غټوالی او احساساتي مسلې له ماشوماتو سره وده کوي.

دا د هغو کسانو لپاره مهمې دي چې د چاغو ماشومانو درملنه کوي.

د نوموړي په خبره، خلک باوري دي چې کم خوراک او ډېر ورزش حل دی، خو دا مسله له دې ډېره پېچلې ده، چاغښت او جذباتي مسلې خپلو کې سره تړلي دي.

دی وايي، دا خو پخوا مالومه وه چې لویانو کې چاغښت او ذهني روغتیا له یو بل سره تړلي، خو بچیانو کې اوس روښانه شوه.

ذهني روغتیا او چاغښت له اوه کلنۍ له یو بل سره تړلي لیدل کېږي او دا د یو بل په ډېر زیاتولو کې مرسته کوي.