د نواز شريف سلاکار له بمي چاودنې ژوندی وتلی

د پاکستان په خيبر پښتونخوا کې د لومړي وزیر نواز شريف د سلاکار امير مقام د موټر ترڅنګ چاودنې شپږ کسه وژلي دي.
پاکستاني پوليس د لومړي وزیر سلاکار امير مقام له دغه بريده روغ وتلی دی.
دوی وايي په دغه بريد کې د دريو پوليسو په ګډون لږترلږه شپږ کسه وژل شوي دي.
په ملاکنډ کې د پوليسو يوه چارواکي بي بي سي ته ويلي، د پوليسو يو موټر د چاودنې له امله په بشپړ ډول ويجاړ شوی دی.
پوليس وايي په وژل شويو کې آصف، جواد، لياقت، فضل حيات او جعفر شاه شامل دي.
دوی وايي دغه چاودنه د ريموټ کنټرول پر مټ شوې ده.
بل خوا امير مقام رسنيو ته ويلي، موږ له چاودنو نه وېريږو او تر وروستۍ سلګۍ پورې به د ده په ټکو له ترهګرو سره مبارزه کوو.
امير مقام دغه راز ویلي، له دې وړاندې هم پر ده پنځه ځله بريدونه شوي، او دا شپږمه وه، خو زه د ويرېدو سړی نه يم.
د راپورونو له مخې امیر مقام د يوې روغې لپاره د مارتونګ سيمې ته تللی و، او هغه مهال چې بېرته ستنېده د کنهار په سيمه کې پرې ماين وچاودېد.








