د خیبر پښتونخوا ۱۵ کسیزه لنډ مهالې کابینه؛ "یوازې یوه ښځه پکې ده"

خیبرپښتونخوا

د عکس سرچینه، AFP

په خیبرپښتونخوا کې لنډمهالې ایالتي کابینه داسې مهال کار پیلوي چې څو ورځې وړاندې هلته ایالتي اسامبلۍ منحل شوه او د نویو ټاکنو لپاره مهال وېش اعلان شو.

چارسمبالې کابینې د مشر وزیر اعظم خان په مشرۍ کار پیل کړی.

د دې کابینې سند د خیبرپښتونخوا د والي غلام علي لخوا لاسلیک شوی دی.

مخکېنۍ کابینه او ایالتي اسمبلۍ د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند په غوښتنه منحل شوې وه.

بل خوا په داسې حال کې چې عمران خان او ګوند یې د خیبرپښتونخوا او پنجاب ایالتي اسمبلیو او دارنګه د ولسي جرګې یو شمېر څوکیو ته د ټاکنو په تیاریو بوخت دي، په عمران او د ګوند پر نورو غړو یې فشارونه هم زیات شوي دي.

عمران خان

د عکس سرچینه، Reuters

په همدې لړ کې د ترهګرۍ ضد محکمې قاضي راجه جواد عباس حسن د هغو لیکونو په ځواب کې ګڼ خبرداري صادر کړي چې عمران خان د پاکستان پر ملي ټلویزیون او ولسي جرګې که د خپلو پلویانو د برید په قضیو کې باید ځواب ووایي.

د پنج شنبې ورځې په محاکمه کې د عمران خان حقوقي ټیم د محکمې پرېکړې وننګولې.

د عمران خان وکیل نعیم حیدر ویلي، ترهګرۍ ضد محکمې دوسیه باید اړوند محکمې ته ونه لېږل شي. ځکه په ولسي جرګه او ملي ټلویزیون برید ته په دوسیه کې د ترهګریزې کړنې بڼه ورکړل شوې په داسې حال کې چې د دوی لاریون سوله ییز وو او د قانون په چوکاټ کې یې له خپل حقه ګټه اخیستې.

په دې اړه له بحثونو وروسته محکمه بلې نېټې ته ځنډول شوې او ټاکل شوې چې د راتلونکې فېبرورۍ په ۹ نېټه ترسره شي.

بل خوا، د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف په یوه ټلویزیوني مرکه کې ویلي، داسې کوم پلان نشته چې له مخې یې عمران خان باید ونیول شي.

نوموړی وایي عمران خان د دې وېرې وړاندوینه په خپله کړې.

خواجه اصف

د عکس سرچینه، AFP

خواجه اصف وایي عمران خان هڅه کوي چې "په قضایي سیستم" فشار راولي، چې حالات په خپل ګټه را وڅرخوي.

خو نوموړی وایي، که قانون یې د نیولو حکم وکړي، بیا به د نورو پخوانیو لومړیو وزیرانو، چارواکو او کورنیو په شان یې دوی هم زندان ته واچول شي.

د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند یو مهم غړی فواد چودري یوه ورځ د مخه نیول شوی. د فواد چودري لپاره د دوو ورځو زندان حکم صادر شوی او ټاکل شوې د جنورۍ په ۲۷ محکمې ته حاضر کړای شي.