عثمان کاکړ خاورو ته وسپارل شو؛ خو 'د افغان حکومت پلاوي ته جنازه کې د ګډون اجازه ورنکړل شوه'

عثمان کاکړ

د عکس سرچینه، Social Media

د پښتون ساستوال عثمان خان کاکړ مړی نن چارشنبه د هغه پلرني ټاټوبي مسلم باغ کې خاورې ته سپارل شوی. د جنازې په مراسمو کې د پاکستان یو شمېر سیاستوالو او د ښاغلي کاکړ زرګونو پلویانو ګډون وکړ.

یو شمېر سیاستوالو د جنازې په مراسمو کې ګډون کوونکو ته ویناوي هم کړې دي او په دې ویناو کې شاوخوا ټولو ویلي، پر عثمان خان کاکړ په کور کې برید شوی او وژل شوی دی.

په ورته وخت کې د افغانستان ملي امنیت شورا ویلي، پاکستاني چارواکو د افغان حکومت یو پلاوي ته اجازه نه ده ورکړې چې د عثمان خان کاکړ په جنازه کې ګډون وکړي.

ملي امنیت شورا په دې اړه خپله اعلامیه کې ویلي، ټاکل شوې وه چې د دې شورا مرستیال سرور احمدزی او د سرحدونو او قبایلو وزیر محب الله صمیم د افغان حکومت په استازیتوب د عثمان خان کاکړ جنازه کې ګډون وکړي، خو پاکستان یې مخه نیولې.

د پاکستان حکومت تر اوسه د افغانستان د ملي امنیت شورا دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي. دا هم نه ده روښانه چې د افغان حکومت پلاوی له کومې لارې جنازې ته روان و.

عثمان خان کاکړ چې د کراچۍ په اغا خان روغتون کې يې وړمه ورځ ساه ورکړه، پرون يې مړی له کراچۍ کوټې ته د سړک له لارې راوړل شوی و، چې په ټولو بلوڅ مېشتو سیمو کې يې په زرګونو کسان درناوي ته راوتلي وو.

د جنازوې ګډونوالو څه وویل؟

عثمان خان کاکړ

د عکس سرچینه، Social Media

د عثمان کاکړ زوی خوشحال خان کاکړ د جنازې ګډونوالو ته وویل، پلار یې د هغه برید پایله کې وژل شوی دی، چې خپل کور کې پرې شوی و. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي وویل، داسې ډېری ثبوتونه لري چې عثمان کاکړ د یوه برید پایله کې وژل شوي او هغو خلکو ته به دا شواهد وسپاري چې دوی باور پرې لري.

ښاغلي اڅکزي وویل، داسې ثبوتونه یې لیدلي چې یو کس د عثمان خان کور ته ننوځي او د هغه له راوتلو وروسته یو شمېر نور کسان هلته ورځي او پر عثمان کاکړ برید کوي.

محمود خان اڅکزي وویل، درې میاشتې وروسته به د خیبر پښتونخوا په بنو کې د سیاسي ګوندونو په مشوره د پښتنو په استازیتوب یوه جرګه رابولي، چې د ده په وینا نه یوازې د پاکستاني پښتنو پر ستونزو به بحث پکې کېږي، بلکې د افغانستان پر وضعیت به هم پکې خبرې وشي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وویل، د عثمان کاکړ د وژنې په اړه چې د هغه کورنۍ او ګوند هره پرېکړه وکړي، غورځنګ به یې ملاتړ کوي.

ښاغلي‌ پښتین راټولو خلکو ته وویل،‌ عثمان کاکړ پر ځان د برید خبرداری ورکړی و،‌ او که پښتانه هغه خبرداری له پامه وغورځوي نو سبا به بیا د خپل کوم بل مشر په جنازه کې راټول وي.

د یادونې ده چې له دې پېښې سملاسي وروسته ویل شوي وو، چې عثمان کاکړ د مغزي سکتې له کبله غورځېدلې او ټپي شوی دی، خو نن د جنازې په مراسمو کې د نوموړي کورنۍ او ګوندي ملګرو په یوه خوله وویل، چې پر هغه برید شوی.

دې کسانو پورې کړ، چې پر عثمان خان کاکړ د پاکستان استخباراتو برید کړی دی.

عثمان خان کاکړ څوک و؟

د ویډیو تشریح، پښتون سیاستوال عثمان خان کاکړ وفات شو

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سیاستوال عثمان خان کاکړ له ځوانۍ نه په یاد ګوند کې فعال پاتې شو و او اوس په بلوچستان ایالت کې د دغه ګوند ایالتي مشر و.

نوموړی له ۲۰۱۵میلادي کال نه تر ۲۰۲۱م پورې د پاکستان د سنا غړی هم و.

ښاغلی کاکړ د ډیموکراسۍ یو له پلویانو او د ډیموکراسۍ ضد قوتونو سخت انتقاد کوونکی بلل کېده.

د پاکستان په سنا کې نوموړي تل د ډیموکراسۍ ضد قوتونو پر خلاف ویناوي کړې او د همدې ویناوو له امله يې په پاکستان کې شهرت ترلاسه کړی و.

ښاغلی کاکړ چې د روان کال په مارچ میاشت کې د پاکستان په سنا کې په خپله وروستۍ وینا کې ویلي وو، ده ته بیا بیا ویل شوي، چې د ډیموکراسۍ له پلوۍ او د ډیموکراسۍ ضد قوتونو خلاف خبرې دې نه کوي او باید چوپ پاته شي.

عثمان کاکړ چې تل به يې د لر او بر افغان خبره کوله، د پاکستان پوځ او استخبارات ېې تل په افغان جګړه کې په لاس وهنې تورنول او په دې فکر و، چې د ترهګرۍ مرکزونه اسلام اباد او لاهور دي.

ښاغلي کاکړ به د پاکستان په سنا کې هم همداسې وینا کوله او تل يې د پښتنو ترڅنګ د بلوڅانو، سیندیانو او نورو قامونو د حق غوښتنه کوله. نوموړي په همدې خاطر په پاکستان کې د یوه زړور سیاستوال په توګه مشهور و.