مولانا یوسف شاه: د مولانا سمیع الحق د وژلو غچ مو افغانستان کې اخیستی

مولانا

د عکس سرچینه، Social Media

د عکس تشریح، مولانا یوسف شاه د جمعیت علمای اسلام (سمیع الحق) ګوند ویاند دی
    • Author, خدای نور ناصر
    • دنده, بي بي سي - اسلام اباد

د خیبر پښتونخوا او د پاکستان د دوو سیاسي ګوندونو،‌ عوامي نېشنل ګوند او د جمعیت علمای اسلام (سمیع الحق) ګوند د دوو مشرانو ترمنځ تا ویلې ما ویلې پر خواله رسنیو د هشټګ لامل شوې ده.‌

د چارشنبې پر شپه پاکستان کې پر خواله رسنۍ ټوېټر د "موږ له سردار بابک سره ولاړ یوو" هشټګ یو تر ټولو ګرم بحث یا "ټرېنډ" ګرځېدلی و.

د دې هشټګ کاروونکو د پښتانه سیاستوال سردار حسین بابک د هغه بیان ملاتړ کاوه،‌ چې نوموړي د افغانستان جګړې په اړه د مولانا سمیع الحق د زوی مولانا حامد الحق وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ورکړی و.

اصله کیسه څه وه؟

د مولانا سمیع الحق زوی مولانا حامد الحق څو ورځې وړاندې ویلي وو، افغانستان او هند د دوی دوښمن هېوادونه دي او د پاکستان له حکومته يې غوښتنه کړې وه، چې د دوی د ګوند د غړو امنیت دې تضمین کړي.

نوموړي همدا راز ویلي وو چې طالبان د افغانستان په جګړه کې بریالي شوي او افغان حکومت ته پکار ده چې واک دې ډلې ته وسپاري.

په ځواب کې یې سردار حسین بابک، چې د پښتون ملتپال عوامي نېشنل ګوند غړی دی، د یکشنبې په ورځ يې د کوز دیر په چکدره سیمه کې د خپل ګوند یوې ولسي غونډې ته وینا کې د مولانا حامد الحق دا څرګندونې وغندلې.

بابک

د عکس سرچینه، ANP Facebook

د عکس تشریح، سردار حسین بابک د عوامي نشنل ګوند غړی دی

سردار حسین بابک له مولانا حامد الحق غوښتنه وکړه چې لومړی دې د خپل پلار مولانا سمیع الحق وژونکي ومومي او بیا دې د افغانستان پر کورنیو چارو خبرې وکړي. نوموړي وویل:

"اې د سمیع الحق بچیه! زه د یوه پښتون په حیث، زه د پښتنو د تحریک د یوه ذمه دار په حیث تا نه دا تپوس کومه.‌ ستا والد محترم چې په اسلام اباد کې په چړو مړ پروت و،‌ تا کې دا دومره جرات نشته چې د خپل والد محترم د هغه قتل تپوس وکړې".

د سردار حسین بابک د دې څرګندونو په غبرګون کې بیا د مولانا سمیع الحق د ګوند ویاند مولانا یوسف شاه په یوه ویډیویي بیان کې ویلي، د مولانا سمیع الحق د وژنې غچ د هغه طالبانو بچیانو په افغانستان کې واخیست.

نوموړي ویلي:

"د مولانا سمیع الحق دوښمنان او قاتلان امریکا،‌ افغانستان، هند او نړیوال قوتونه دي او الحمدالله مولانا حامد الحق په افغانستان کې د خپل پلار بدل د خپلو شاګردانو له لارې اخیستی دی او نن امریکا په ذلت او رسوايي سره روانه ده".

یاده دې وي چې مولانا سمیع الحق چې د طالبانو روحاني پلار بلل کېده، پوره دوه کاله وړاندې په اسلام اباد کې د نامالومه کسانو له لوري د چړو په برید کې ووژل شو.

مولانا سمیع الحق د خیبرپښتونخوا د نوښار په اکوړه خټک کې د دارالعلوم حقانیه مدرسې مشر و. په یاده مدرسه کې د افغان طالبانو ګڼو مهمو مشرانو او زرګونو طالبانو دیني زدکړې کړې دي.

مولانا سمیع الحق به په ښکاره توګه د افغان طالبانو ملاتړ کاوه او هغوی به يې خپل بچيان بلل.

پر خواله رسنیو غبرګون او د بابک ملاتړ

بلور

د عکس سرچینه، ANP FACEBOOK

د عکس تشریح، ثمر هارون بلور د مولانا یوسف شاه څرګندونې غندلې دي

د مولانا یوسف شاه تردې بیان وروسته په پاکستان کې پر خواله رسنیو ټوېټر او فېسبوک ګڼو خلکو د سردار حسین بابک ملاتړ کړی.

د چارشنبې په شپه ان پر ټوېټر د "موږ له سردار بابک سره ولاړ یو" په نامه هشټګ هم چلېده.

د عوامي نېشنل ګوند ایالتي ویاندې ثمر هارون بلور په یوه ټویټ کې لیکلي:

"هېڅوک دي هم داسې ګومان نه کوي‌ چې عوامي نېشنل ګوند له خپلو خلکو سره نه دی ولاړ. سردار حسین بابک د یاد ګوند یو مشر دی او هغه څه چې ده ویلي، انکار ترې نشي کېدلی. هغه څوک چې طالبانو ته يې زامن ویل، باید پوه شي چې موږ به دوی دې ته پرې نه ږدو چې د تشدد سیاست روان وساتي".

د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مشر محسن دوړ بیا په دې اړه خپل ټويټ کې لیکلي:

"سردار حسین بابک ته د اخطار ورکولو غندنه کوو. موږ پښتانه له طالبانایزېشن څخه ډېر اغېزمن شوي یو او کله به هم په پاکستان او افغانستان کې د ترهګرۍ د پلانونو ملاتړ ونه کړو. موږ به د ترهګرو او د هغو د خواخوږ پر وړاندې درېږو".