سیف الاسلام قذافي محکمې ته حاضر شوی
د لیبیا د پخواني واکمن معمر القذافي زوی سیف الاسلام قذافي د زېنتان ښار په یوه محکمه کې حاضر شوی دی. نوموړی په همدې ښار کې بندي دی او پرې تور دی، چې په پټ ډول یې مالومات تبادله کړي، داسې اسناد یې لرل چې ملي امنیت ته یې ګواښ جوړ کړی او ملي بیرغ ته یې سپکاوی کړی دی.
د محاکمې په بهیر کې سیف قذافي دا ومنله چې دوه سیمه ییز وکیلان د ده دفاع وکړي. د ده محاکمه د سپتمبر تر نولسمې پورې ځنډول شوې ده. نوموړی د جنګي جرمونو په تور د جرمونو د نړیوالې محکمې لخوا هم غوښتل شوی دی.




