افغان ولسمشر حامد کرزي په ارزګان ولایت کې د ناټو ځواکونو په هوايي برید کې د دوو ماشومانو وژنه وغندله.
په هغې اعلامیې کې چې د ولسمشرۍ له ماڼۍ خپره شوې راغلي چې ترهګري د افغانستان په کلیو او بانډو کې نشته، نړیوال ځواکونه باید د افغانستان د کلیو او بانډو پرځای خپله ټول پام د افغانستان له پولو بهر د ترهګرو پر اصلي روزنځایونو او پټن ځایونو ورټول کړي.
وړاندې تر دې په افغانستان کې نړيوالو ځواکونو د دوه هلکانو د وژلو له امله بښنه وغوښته.
دغه تر اوو کلونو ټیټ عمره شپانه ماشومان هغه مهال ووژل شول چې د ناټو ځواکونو څرخي الوتکې ډزې پرې وکړې.
په يو ه پوځي بيان کې راغلي دي چې پر دوى باندې د وسله والو گومان شوى او داسې ښودل شوې چې کورنېو ته به ېې تاوان ورکول کيږي.












